تاند- د افغانستان د فوټبال ملي ټیم د جنوبي اسیا د فوټبال د طلايي کپ په سیالیو کې نن سریلانکا ته درې پر یو ماتې ورکړه.

دې بري افغانستان په خپل ګروپ (بي) کې د لومړي مقام خاوند کړ.

د افغانستان لپاره درې ګولونه محمد رفیع بارکزي، اسلام الدین امیري او حشمت الله بارکزي ووهل.

دې ته په پام سره چې سریلانکا د مالدیپ په وړاندې ۱۰ پر صفر شرموونکې ماتې کړې وه، دې ټیم نن ښه لوبه وکړه.

افغانستان په نړیواله درجه بندي یا رینک کې تر سریلانکا ۱۴ نومرې وړاندې دی.

د نننۍ مسابقې په لومړیو ۳۶ دقیقو کې سریلانکا ښه لوبه وکړه او د لومړۍ نیمايي تر پایه پوري یو پر صفر وړاندې و. د دوهمې نیمايي په لومړیو دقیقو کې افغانستان د پنالټي شوټ خاوند شو خو بلال ارزو مس کړ.

افغانستان د پنالټي له مس کولو سره سره پر سریلانکا فشار ته دوام ورکړ تر دې چې د لوبې په نهمه دقیقه رفیع الله بارکزي ګول وواهه.

دې ګول د افغان لوبغاړو روحیه ښه کړه او دوه نور ګولونه یې هم ووهل. دوهم ګول کیپتان اسلام الدین امیري او درېم ګول حشمت الله بارکزي وواهه.

ځواب دلته پرېږدئ