تاند- د افغانستان د فوټبال ملي ټیم به د جنوبي اسیا د طلايي کپ د درېمې سیالۍ لپاره نن / جمعه/ د مالدیپ له ملي لوبډلې سره مخامخ شي.

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې تر دې مخکې دوې مسابقې کړي او دواړه یې ګټلي دي.

افغان فوټبالرانو د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ بوتان ته درې پر صفر ماتې ورکړه. د همدې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ یې سریلانکا درې پر یو مات کړ.

افغانستان، سریلانکا، بوتان او مالدیپ په بي ګروپ کې سره یوځای شوي دي.

مالدیپ او افغانستان په خپل ګروپ کې تر نورو مخکې دي.

له مالدیپ سره به د افغانستان نننۍ مسابقه د تېرو دوو سیالیو په شان اسانه نه وي ځکه دغه ټیم سریلانکا لس پر صفر مات کړی و حال دا چې سریلانکا درې پر یو پر افغانستان بایللې وه. مالدیپ بوتان ته ۸ پر ۲ ماتې ورکړې او د ګولونو د ډېروالي له کبله د بي ګروپ په سر کې دی.

د مالدیپ تر ټولو خطرناک لوبغاړی علي اشفاق دی چې بوتان ته یې ۵ او سریلانکا ته یې شپږ ګولونه ورکړل.

بنګله دېش، هند، پاکستان او نیپال د دې سیالیو په اې ګروپ کې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *