تاند- د افغانستان د فوټبال د ۲۳ کلنو لوبډله د ۲۰‍۱۶ کال د المپیک لوبو ته د تیاري لپاره دوبۍ ته لاړه څو هلته په توده هوا کې تمرینونه وکړي.

د افغانستان د ۲۳ کلونو د فوټبال ټیم د برازیل د ۲۰۱۶ کال المپیک مسابقو ته تیاري نیسي.

افغان ټیم به په دوبۍ کې ۶ ورځې تېرې کړي او په تمریني کمپ کې به برخه واخلي.

افغان لوبغاړي د دوبۍ په الشباب کلب کې تمرین کوي.

په همدې حال کې د افغانستان د فوټبال د فدراسیون سرچینو تاند ته وویل چې د ملي لوبډلې روزونکی یوسف کارګر روغتیايي وضعیت ښه شوی او بېرته له ټیم سره یوځای شوی دی.

1

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *