تاند- د افغانستان په جنوب کې د امنیتي ځواکونو تر ټولو غښتلی قوماندان وايي، د سولې خبرې تر هغو نه شي کامیابېدای چې د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور او د حقاني شبکې مشران پکې ګډون ونه لري.
د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق سینهوا خبري اژانس ته په مرکه کې وویل:«هیڅ راز خبرې به تر هغو نتیجه ونه لري چې د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور او سراج الدین حقاني پکې برخه وانخلي.»
جنرال عبدالرازق، چې نه یوازې په کندهار بلکې هلمند، اروزګان او زابل ولایتونو کې د طالبانو لپاره لوی سرخوږی بلل کېږي، وايي چې د افغانستان حکومت ته پکار ده چې د سولې د هلوځلو ترڅنګ د راتلونکي دوبي او پسرلي لپاره د طالبانو د ګواښونو په وړاندې په روان ژمي کې تیاري ونیسي.
جنرال عبدالرازق، چې په څو جنوبي ولایتونو کې د جنګي عملیاتو مشري هم په غاړه لري، همداراز وویل:«طالبان له خبرو څخه د ځان ساتلو په وسیله غواړي چې وخت واخلي او په پسرلي او دوبي کې د خونړیو حملو لپاره په ژمي ځانونه تنظیم کړي.»
روانه میاشت د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین استازو په اسلام اباد او کابل کې دوه پړاوه خبرې وکړې خو طالبانو په دې خبرو کې ګډون ونه کړ. ټاکل شوې ده چې بل پړاو څلوراړخیزه غونډه د فبرورۍ په شپږمه په پاکستان کې دایره شي او په لړ کې یې له طالبانو سره د ځنډېدلو خبرو او د لارې د نقشې د بشپړولو په باب خبرې وشي.
د کندهار امنیه قوماندان جنرال رازق د سولې د خبرو د بریالیتوب په اړه محتاط نظر څرګند کړ، ویې ویل:«زه دعا کوم چې خدای دې ژر تر ژره افغانستان ته دایمي سوله راولي.»
د تېر میلادي کال د جولای په اوومه د پاکستان په مري ښارګي کې د طالبانو او د افغانستان د حکومت د استازو له لومړنیو مخامخ او رسمي خبرو وروسته د سولې پروسه، چې ټاکل شوې وه د اګست په ۳۱ مه دوام وکړي، د ملا عمر د مړینې په پلمه ودرول شوه.
وروسته ملا اختر محمد منصور د سولې پروسه بې معنا وبلله.
د طالبانو استازو د قطر په مرکز دوحه کې د پګواش موسسې له لوري په دایره شوې غونډه کې ویلي چې که بندیان یې خوشي شي او طالبان د ملګروملتو له تور لیسته ووځي حاضر دي چې د افغانستان له حکومت سره د سولې مخامخ خبرې وکړي.
دوی سیاسی درایت نه لری او له خبرو ډاریږی ، که دوی په سیاست کی غښتلی وای نو نن به یی دا حال نه وو. هغه طالبان چی د افغانستان له دولت سره مخامخ خبرو ته حاضریږی باید امتیازات ورکړل شی او هغوی چی نه حاضریږی په ټول قوت سره وځپل شی تر څو د پنجاب له شرایطو او دسیسو نه بیغمه شو.
که هرسوک داسلامي نظام
او دخپل واک افغانستان غوختونکي وي باید دطالبانو شرطونو ته غاره کیگدي،
ادرس یی معلوم دی؛ دقطر دفتر
نماینده گان یی معلوم دي،
داچه سوک ورسره مستقیما مزاکرات پرمخ نه وري دنورو هیوادونو پسی گرزي لطفا دافغانستان اشغال پای ته رسول نه غواري زکه چه بیا یی شخصي گتی په خطر کی غورزیگي اویا دغلامی په ژوند خوشحاله دي.
هیله ده چه غلام حکومت ددی شرطونو سخه فایده پورته کر ي
او دپاکستان شرطونو او استخبارتي گتو په خلاف دطالبانو سره اودریگي