تاند- نیوزیلنډي خبري رسنۍ وايي چې د افغانستان د کرکټ ملي ټیم ته به راتلونکی کال په نړیوال جام کې څوک په اسانه ماتې ورنه کړي.

د نیوزیلنډ خبري رسنیو دا خبره وروسته له دې وکړه چې د افغانستان د کرکټ ملي ټیم نیوزیلنډ ته سفر وکړ او په څلورو پنځوس اوریزو مسابقو کې یې دوې وګتلې.

د پنجشنبې په ورځ د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د نیوزیلنډ د نادرن دسټرکټس ټیم په شپاړس منډو مات کړ.

په دې مسابقه کې اصغرستانکزي په ۴۷ توپونو ۶۳ منډې وکړې او دولت ځدراڼ په لسو اورونو کې نه یوازې دوه لوبغاړي وسوځول بلکې لږ منډې یې مقابل ټیم ته ورکړې. ده په لسو اورونو کې یوازې ۴۷ منډې ورکړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *