تاند، چهارشنبه، د حوت ۲۸مه: د کورونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي او وقایې د عامه ارتباطاتو دولتي کمېټې مشر وحید عمر، د هیواد له مشهورو لوبغاړو سره کتلي او هغوی یې د عامه پوهاوي کمپاین ته وربللي.

ښاغلي عمر وویل چې د کورونا ویروس د خپرېدو مخنیوی د افغانستان دولت مهم لومړیتوب دی، ټول ملت باید دغه ناورین سره د مبارزې لپاره یو بل ته د مرستې او همکارۍ لاسونه ورکړي.

هغه له لوبغاړو وغوښتل چې په ټولنیزو رسنیو کې د کورونا ویروس د مخنیوي‌ او وقایې په برخه کې خپلو مینه والو ته پیغامونه ورکړي او د دې ستر انساني ناورین په مخنیوي کې خپل مسئولیت ادا کړي.

د افغانستان کرېکټ بورډ د ستراتيژيکو اړیکو سلاکار عبدالله بارکزي د کریکټ بورډ په استازيتوب د هر ډول همکارۍ ژمنه کړې او د کرېکټ ملي لوبډلې کپتان اصغر افغان وویل چې زموږ ټوله لوبډله په دې برخه کې همکارۍ ته چمتو ده: ((افغان کرېکټ ملي لوبډله به د دې کمېټې په همکارۍ، د عامې روغتیا وزارت له لوري تایید شوي پيغامونه په ویډيويي او تصویري بڼه چمتو او په ټولنیزو رسنیو کې خپاره کړي).

په دې لیدنه کې د هیواد د تکواندو مشهور ستوري نثار احمد بهاوی یادونه وکړه چې له تېرو څو ورځو په دې اړه پیغامونه ورکوي او دې کمېټې سره به د خپلو خلکو د روغتیا لپاره لا ډېره همکاري کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *