Charith Asalanka plays a shot

تاند: افغانستان نن د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام سیالیو کې خپله وروستۍ او نهمه لوبه له ویسټ انډیز سره پيل کړې ده.
دا د سږني نړیوال جام سیالیو ۴۲مه لوبه ده چې ویسټ انډیز په کې د لوبې پچه ګټلې او لومړی یې د بیټنګ پریکړه کړې ده.
دا په ۱۲م نړیوال جام کې د لسو لوبډلو تر منځ په وروستي رینکیګ کې د پاتې ویسټ انډیز او افغانستان وروستۍ لوبه ده چې د هیډنګلی په لیډز لوبغالي کې یې کوي.
پنځلس میاشتې وړاندې نړیوال جام ته د کوالیفاینګ پړاو سیالیو کې د نړیوال جام دوه ځلې اتلوالې لوبډلې ویسټ انډیز د افغانستان زور لیدلی داسې چې افغانستان زمبابوې له میدانه وویسته او خپله نړیوال جام ته ننوت.
له نن لوبې وروسته به د افغانستان ویسټ انډیزی کوچ هم په خپله مخه ځي او له افغان لوبډلې څخه به مخه ښه اخلي.
افغانستان او ویسټ انډیز تر دې دمه ۵ لوبې کړې دي چې ۳ یو ورځنۍ لوبې ترې افغانستان ګتلي، یوه ویسټ انډیز ګټلې او بله مساوي شوې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *