افغان کرکټ لوبډله په نړیوال جام کې خپله اتمه لوبه نن د انګلستان په لیډز لوبغالي کې ترسره کوي.

افغانستان نړیوال جام کې تر دې دمه کومه بریا نه لري خو لوبډلمشر ګلبدین نایب ویلي، لوبډله به یې هڅه وکړي چې پاکستان سره ښه لوبه ترسره کړي.

لوبډلمشر زیاته کړې، پاکستان سره دوه لوبغاړي بابراعظم او حارث سهیل د میچ بدلووونکي او ګټونکي لوبغاړي دي، مګر موږ سره هم راشد خان غوندې لوبغاړی شته چې کولی شي هرې لوبډلې ته ستونزې جوړې کړي.

نوموړي زیاته کړې افغانستان غواړي پاکستان سره زیاتې لوبې ولري او دغه راز به له هند او سریلنکا سره هم د لا زیاتو لوبو برابرولو هڅې وشي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان لوبغاړو پرون د جمعې لمونځ هم په هیډنګلی کې د پاکستانۍ لوبډلې کپتان سرفراز احمد پسې کړی دی.

بلخوا پاکستانۍ لوبډلې ویلي، هغه لوبډله چې سویلي افریقا او نیوزیلینډ ته یې پرې ماتې ورکړې ده، سکواډ به یې د افغانستان پر وړاندې تغیر او تبدیل نه کړي.

One thought on “افغان لوبډلې سرفراز پسې لمونځ کړی، نن ورسره سیالي لري”
  1. افغان لوبډلې سرفراز پسې لمونځ کړی، نن ورسره سیالي لري ؟؟؟؟…….

    ګرانو ورونو مونږ او تاسو د افغانستان د کرکټ ملی ټیم ته باید جرآت او مینه ورکړو نه منفی او هغه خبری چه د هغوی مورال مخکی له مخکی ضعیفه او ټیټ کړو.

    د ورزش په ټولو لوبو کی وړل او بیاړل شته خو په هر صورت مونږ باید خپل تیم ته خوشحالی او نیکمرغی ورکړو

    والسلام

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *