تاند، چهارشنبه، د حوت ۲۸مه: په ایران کې مېشت افغان لیکوال یعقوب یسنا له خپلې کورنۍ سره په کورونا ویروس اخته شوی دی.

نوموړي پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، دی او مېرمنه یې په کرونا ککړ دي: (( میرمن مې ۱۲ ورځو راهیسې او زه له ۸ ورځو راهیسې پرې اخته یم، تر اوسه مو د بدن مقاومت د دغه ویروس په مقابل کې ښه و.))

ښاغلي یسنا پر هغو خلکو نیوکه کړې چې په کورونا اخته وي خو خپله ناروغي له خلکو پټوي: (( ناروغي پټول سم ار نه دی، ما دا خبره ځکه روښانه کړه چې د اطلاعاتو په رسونه کې شفافیت رامنځته شي، پر ما ټول ګران یاست، تاسې ته ښه صحت غواړم، له موږ سره ډیر دوستان تماس نیسي، خو که څوک بې ځوابه پاتې شول خفه نه شئ.))

ښاغلي یسنا ویلي، دی او مېرمن یې خپل مرګ ته اندیښمن نه دي او هیله من دي چې ژر به بېرته روغ شي.
دا په داسې حال کې ده چې په ایران کې د کورونا ویروس تر اوسه ۱۰ افغانان وژلي دي.

کورونا ویروس چې د چین په ووهان ښار کې راټوکېدلی دی، له جنورۍ راهیسې یې تر اوسه نړۍ د واکسینو په تیارولو نه وه بریالۍ شوې، خوپه دې وروستیو کې چین، برېټانیا، امریکا او جرمني د دغه واکسین د نهايي مرحلې خبر ورکړ.

دغه ویروس تر اوسه په افغانستان کې ۲۲ تنه نیولي دي او د مرګونو شمېر یې لا نشته خو افغان حکومت یې پر وړاند د مبارزې لپاره د کلکو تدابیرو خبر ورکړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *