تاند، پنجشنبه، د میزان ۱۸مه: د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په پېښور کې د پاکستاني پولیسو لخوا د افغان مارکیټ له سر څخه د افغانستان د ملي بیرغ راغورځولو او ورته د سپکاوي پېښه په کلکو ټکو غندلې ده.

تېره ورځ په پېښور کې د افغانستان د قونسلګرۍ د افغانانو په ملکیت کې جوړ شوی افغان مارکیټ محکمې په یوه دعوای کې کشمیریانو ته وسپاره او پولیسو له کلونو راهیسې د دغه مارکیټ په سر رپانده د افغانستان بیرغ په ځمکه راوغورځاوه.

اوس د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د پاکستاني پولیسو دا کار غیر مسوولانه بللی دی.

د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي، د خیبر پښتونخوا پولیسو د افغان قونسلګرۍ له خبرولو پرته افغان مارکیټ محاصره کړی، بیرغ یې ترې راغورځولی او ځینې برخې یې رانړولې دي.

د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې دا مارکیټ د افغانانو په ملکیت کې و او پاکستانۍ محکمې دغه حقوقي مسئله په سیاسي ډول فیصله کړې ده چې افغان حکومت ته یې دا پرېکړه د منلو نه ده.

د قضیې شالید:

ځايي محکمې د کوزې پښتونخوا پېښور کې د افغانستان پر ملکیت د جوړ شوي افغان مارکیټ دعوی د شوکت کشمیري په ګټه اعلان کړه.

افغان مارکیټ چې په پېښور کې د افغان قونسلګرۍ خواته جوړ شوی و، له کلونو راهیسې په کې د افغانانو دوکانونه وو او د افغانستان په ملکیت کې جوړ شوی و، خو له څه مودې راهیسې پرې د شوکت کشمیري په نوم یو کس د ملکیت دعوی کړې وه.

د پېښور استیناف محکمې تېره ورځ دغه لانجمنه قضیه کې د کشمیریانو په ګټه فیصله کړې او ویلي یې دي چې افغان مارکیټ دې ړنګ او ځای دې یې کشمیریانو ته وسپارل شي.

تېره ورځ ګڼ شمېر پولیسو او چارواکو د افغان مارکیټ په دوکاندارانو برید کړی، پر دغه مارکیټ له کلونو راهیسې ولاړ د افغانستان بیرغ یې راغورځولی دی، یو هوټل یې رانړولی او کشمیریانو ته یې د دغه مارکیټ ولکه او قباله سپارلې ده.

که څه هم په پېښور کې د افغان قونسلګرۍ چارواکو د پاکستان پولیسو د زورګويي د مخنیوي هڅه کړې ده خو چایې خبره نه ده اورېدلې او د افغان مارکیټ شاوخوا سیمه او سړکونه هم تړلي وو.

پولیسو د افغانستان بیرغ او پر افغان مارکیټ د افغانستان لګېدلی بورډ هم راغورځولی دی.

One thought on “افغان مارکیټ کې د پاکستاني پولیسو لخوا افغان بیرغ ته سپکاوي کابل په غوسه کړی”
  1. هېوادونه د ديپلوماتیکو نورمونو په اساس په نورو هېوادونو کې د خپل سفارت ، قونسلیو ، وکالت تجارتونو ، بندري سیمو ، کلتوري او علمي مرکزونو او نورو ځایونو او مقصدونو لپاره مځکې اخیستلاي شي او یا هم د کوربه هېواد له خوا ورته وړیا ورکول کیږي.
    کله چې بریتانیا زمونږ د هېواد ختیزه برخه تر خپل تصرف لاندې راوستله ،
    د افغانستان هېواد ته دغه ختیز ګاونډي یعني بریتانوي هند زمونږ په خپله خاوره کې د یو شمېر ملکیتونو د استفادې اجازه راکړې وه چې د پاکستان مصنوعي هېواد ترجوړېدو اویا کاله وروسته زمونږ قانوني ملکیت د پښتون عمران خان نیازي په واکمنۍ کې غصب کیږي او د کشمیریانو د خوشحالۍ لپاره هغوي ته ورکول کیږي .
    دوی چې له کشمیریانو سره دومره خواخوږي لري په پنجاب کې دې هغوی ته مځکې ورکړي چې لږ تر لږه کشمیریان به د هند به مقابل کې د پنجاب دفاع وکړي.
    د پاکستان دغه عمل ته چې د ټولو دیپلوماتیکو نورمونو او ښه ګاونډیتوب د اصولو خلاف تصمیم دی ، د افغانستان پر حاکمیت یو ښکاره تیری دی .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *