زه افغان ماشوم يم، هغه افغان ماشوم، چې زما د دې حالت په لیدو سره د هر احساس لرونکي او باضمیره انسان تر زړه سرې وینې څاڅي، په سترګو کې يې د اوښکو ډنډونه جوړیږي او تر خولې يې سوي اسویلي راوځي.
دا ولي؟ اخر زه هم انسان یم،معصوم یم،پاک او سپیڅلی ماشوم یم. ما هم باید د نورو ماشومانو په څېر د خپلې مهربانې مورجانې په خوږه غېږه کې خوبونه کولای،د پلار د ناز لاس مې پر سر پروت وای، پاکې او ښکلې جامې مې په تن او له خپلو همزولو سره مې لوبې کولای،ښوونځې ته تللای او درس مې ویلای تر څو مې په راتلونکی کې خپل دې ویجاړ او وران وطن ته کار کړی وای او خپل جنګ ځپلی او ځوریدلی ولس ته د خدمت جوګه شوی وای.
خو نه، نه داسې نه ده او نه به هم داسې وشي. زما دا خوب به همداسې خوب پاته شي،هیڅ کله به هم په حقیقت بدل نه شي. زه به همداسې خوار او ځوریدلی پا ته شم هو همداسې خوار….. ځکه تاسو ما وینئ، چې زه ببر سر، څیري ګریوان، لڅي،چاودې،چاودې پښې،چې وینې ترې روانې دي، وږی تږی، ستړی ستومانه په داسې حال کې په دې سپیرو خاورو کې ویده یم، چې ډېرو بې رحمه کسانو په وهلو وهلو له خپله دره شړلې یم. چاه پر سر څپېړه راکړه،چاه پر مخ ووهلم او چاه په یوه او بل نوم یاد کړم او خالي لاس يې ناهيلی پریښودلم، هو نا هیلی .
ولې؟ زه انسان نه یم، زه مسلمان نه یم ، زه افغان نه یم، چې دومره په سپکه راته ګوري. زما ګناه څه ده؟ ما ولې هر څوک پر سر سر وهي،رټي او ځوروي مې؟ زه دې حالت ته چاه را رسولې یم؟ زما ددې ناوړه حالت مسؤل څوک دی؟ زه څوک تر ګریوان ونیسم؟ چاه ته په چیغو چیغو وژاړم او د دې بې رحمې ټولنې او بې رحمو خلکو څخه خپل نازک د ګیلو ډګ زړګی چاته خالي کړم؟ چاه ته، تاسو ته وایم اې خلکو؟ چاه ته،چاه ته…………………….
نه،نه دلته خو داسې څوک نه شته، چې زما خوار، ځوریدلي او خړپړ ماشوم آواز واوري. پر سر مې د ناز لاس تېر کړي او راته ووايي بچیه مه خفه کېږه، زما ګرانه زویه مه ژاړه، قربان دې شم بس دې، زه دې له تا ځار شم خوا مه بده وه زه خو در سره یم.هو زه خو در سره یم ، زه خو در سره یم…………………….
نه، نه نشته دا سې څوک نه شته، چې زما آواز واوري، ما ته ناز راکړي او زما پر خړ مخ روانې اوښکې پاکې کړي ځکه زه یتیم يم، زما پلار يې را وژلې، زه يې بې موره او زه يې بې کوره کړی یم. هو زه یتیم یم،زه یتیم یم،زه یتیم یم……