د چهارشنبې په ورځ /مارچ۴مه/ د افغانستان او استرالیا د ماسبقې په مهال د استرالیا د پرت ښار اوسېدونکی یو افغان ماشوم، چې د کرکټ ډېر لېوال دی، د استرالیايي لوبغاړي (د شپږیزې) په توپ ولګېد. او خوږ شو.
دا ماشوم له کرکټ سره دومره مینه لري چې له خوږېدو وروسته استرالیايي لوبغاړو خپل دستکشونه ورکړل. دی خپل پلار ته وايي ورته ویې ساتي چې کله لوی شو هغه به په لوبه کې استعمال کړي.