تاند، دوشنبه، د حمل ۱۸مه: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي، مخابراتي کمپنیو ورسره ژمنه کړې ده چې د قرنطین په موده کې به خلکو ته انټرنیټې بیې د پام وړ راکمې کړي.

د یکشنبې په مازیګر د مخابراتو وزارت، اترا او ټلیکام کمپنیو استازو د کورونا پر ضد د عامه پوهاوي، انلاین زده کړو سیسټم او د انټرنیټ د بیو کمولو په تړاو خبري کنفرانس کې دا خبره وکړه.

د اترا ادارې مشر عمر منصور انصاري وویل، د مخابراتي کمپنیو په مرسته له تېرو دوه اوونیو راهیسې د عامې روغتیا وزارت پیغامونه په مسلسل ډول نشرېږي او کاروونکو ته استول کېږي.

نوموړي وویل، زده کوونکو ته د انلاین زده کړو سیسټم په جوړولو هم د مخابراتو وزارت، پوهنې وزارت، احصائیې ادارې او ټلیکام کمپنیو بحثونه روان دي.

د مخابراتو وزارت سرپرست فهیم هاشمي بیا ولس ته په غوره انټرنیټي خدماتو برابرولو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه د ولسمشر په امر یې مخابراتي شبکو او اترا سره په ګده یوه داسې هوکړه کړې ده چې له مخې به یې انټرنیټي خدمات ارزانه شي: (( د انټرنیټ کیفیت په داسې وبايي حالاتو کې ښه کېدای نه شي، خو بیې راکمول او د زده کړې د موادو انلاین برابرول امکان لري.))

په کنفرانس کې د افغانستان مخابراتي کمپنیو له منځه افغان بیسیم کمپنۍ وویل، د پنځوس سلنه ارزانو انترنیټي پیکیجونو وړاندې کولو هوکړه وکړه او زیاته یې کړه چې سر له دوشنبې یعني نن ورځې څخه خلک کولی شي ۳۰ سلنه ارزانه پیکیجونه ترلاسه کړي: (( پخوا چې د انترنیټ ۱ جي بي کڅوړه په ۲۰۰ افغانیو وه، اوس یې خلک په همدې پیسو ۲،۳ جي بي ترلاسه کولی شي.))

د اتصالات کمپنۍ استازي بیا وویل، پیکیجونه یې دوه چنده ارزانه کړي دي او پخوا چې په کومو پیسو خلکو۴ جي بي انټرنیټ ترلاسه کاوه، اوس اته جي بي ترلاسه کولی شي.

د سلام کمپنۍ استازي بیا وویل، هرات او نیمروز کې خلک تر ټولو چټک انټرنیټ ترلاسه کولی او دوی په خپل پوښښ کې ۵۰ سلنه پراختیا راوستې ده.
روشن او ایم ټي این کمپنیو بیا وویل، چې دوی زده کوونکو ته مفته انلاین زده کړې برابروي او انټرنیټ به هم ارزانه کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *