تاند- افغان معیوب عباس کریمي د لامبو په سیالیو کې، چې د ترکیې په استانبول کې وشوې، د سرو زرو میډال وګاټه.

کریمي، چې بې لاسونو دنیا ته راغلی، د نړۍ د ۳۵ هیوادونو د معلولانو په سیالۍ کې لومړی مقام وګوټ.

ټاکل شوې ده چې کریمي په ۲۰۱۴ کال د برازیل په پارا المپیک لوبو کې هم د افغانستان استازیتوب وکړي.

نوموړی یوازینی افغان لوبغاړی دی چې د ترکیې د استانبول په سیالیو کې یې ګډون کړی.

2 thoughts on “افغان معیوب د سرو زرو نړیوال میډال وګوټ”
  1. د دې خبر عنوان سم نه دی لیکل شوی، پکار و چې داسې ولیکل شي، افغان لوبغاړي د معلولانو په سیالۍ کې د سر زرو میډال خپل کړ. دا د افغانستان لپاره د کرکټ او فوټبال تر څنګ بل ستر ویاړ دی ژوندی دې وي افغانستان
    خوشال

  2. د معیوب په عوض باید معلول ولیکل شی،معلول ته باید د معیوب او عیب لرونکی کلیمه استعمال نشی.دوی هم د نورو افرادو غوندی استعداد او حقونه لری و کومه عیب نلری

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *