نیټه : د روان کال د کب ۲۰
هغه غونډه چې د ګوند په مرکزي دفتر کې ترسره شوه د ګوند د عالي او اجراییه شورا غړو ، د ولایتي جرګو منشیانو ، علماوو ، د ګوند پخوانیو کدرونو او ځوانانو په کې برخه اخیستې وه.
غونډه د قرانکریم په څو مبارکو آیتونو په تلاوت اود ملي سرود په غږولو پیل شوه ، ورپسې د ګوند لوی منشي او سرپرست مشر ښاغلى پوهاند دوكتور عبدالقيوم عارف پرانیستونکې وینا وکړه او زیاته یې کړه چې افغان ملت ګوند د ډیموکراسۍ په لسیزه کې د ټولنې د اړتیا په اساس د یو ملي او سیاسي جریان په توګه تاسیس شو. د هغه په وینا ګوند د مختلط اقتصادي نظام پر بنیاد جوړ او د دولتي سکتور له خوا د خصوصي سکتور سره په مرسته کې د هېواد د اقتصادي ودې د پالیسۍ پلوي کوي.
د ښاغلي عارف په وینا ګوند په ولسمشریزو ټاکنو کې د عالي شورا د پرېکړې سره سم د ښاغلي اشرف غني احمدزي ملاتړ وکړ، خو کومې وعدې، چې ښاغلي ولسمشر هغه وخت له افغان ملت ګوند سره کړې وې، متاسفانه چې تر اوسه پورې د هغو د تر سره کېدو څرک ونه لګېد.
اوسنی دولت چې زموږ په مرسته رامنځته شوی، که څه هم یو شمیرستونزې او نیمګړتیاوې لري، خو موږ یې د اصلاح او په ښایسته سالارۍ د جوړېدو غوښتونکي یو.
موږ د دولت د مخالفې هېڅ کومې جبهې او اپوزیسیون ملاتړ نه کوواو په هېواد کې د سولې او امنیت راوستل، په شته شرایطو کې یوه اساسي اړتیا بولو او په دې اړوند د دولت هڅې ستایو.
موږ د پارلماني ټاکنو ډیر ژر غوښتونکي یو او موجوده وضعه د وطن او خلکو په ګټه نه بلو ، موږ د اساسي قانون او د ټاکنو د قانون تطبیق غوښتونکي یو .
وروسته د افغان ملت ګوند د پخواني مشر او د مؤسسې کنګرې غړي دوکتور محمد امین واکمن په مشرﺉ له ګوند څخه د جلا شوې ډلې پیغام ولوستل شو په پیغام کې راغلي وو چې ګوند باید خپلو اساسي کرښو ته وروګرځول شي او د یوې لیکلې اعلامې په لاسلیکولو سره یې اعلان وکړ چې وروسته له دې به دواړه اړخه د واحدو تشکیلاتو په لرلو سره د پوهاند دوکتور عبدالقیوم عارف په مشرﺉ ګډه مبارزه کوي ،او د ګوند د اساسنامې پر بنسټ دوکتور محمد امین واکمن به د ګوند افتخاري مشر وي .
ورپسې د افغان ملت ګوند د موسسې کنګرې غړي استاد قیام الدین خادم زوی ښاغلي روښاان خادم چې درېنیمې لسیزې له ګوند څخه فاصله نيولې وه وينا و کړه ښاغلى خادم د ګوند په جوړښت ارزښناکه خبرې وکړې او د ګوند د پنځوسمې کليزې د مباركۍ تر څنګه یې د ګوند پر یووالي ټینګار وکړ او خپل ملاتړ یې له موجوده رهبرۍ څخه اعلان کړ.
وروسته د ګوند ویاند ښاغلي عبدالله شېرزي د ګوند په نا خوالو او پخوانۍ رهبرۍ په بې کفایتۍ خبرې وکړې او زیاته یې کړه موږ د ډيرو قربانيو او روڼ تاريخ په درلودو سره بيا هم په څو وروستيو کلونو کې ونشوی کړی چې د خپلو کدرونو له انرژۍ او استعدادونو نه د ګوند په غښتلتيا او د هېواد په سياسي ژوند کې د فعالې ونډې په خاطر لازمه استفاده وکړو ،زموږ پخواني مشرتابه له دغو بحرا نونو نه د وتلو لپاره نه کافي انرژي او نه کوم ټاکلی پلان درلود ؛ د ګوند پخوانيو کدرونو او مشرانو ته يې شا کړې وه ،د ځوان نسل له انرژۍ اواستعدادونونه يې کار وانشوی خيستلی د کارويش او مدرن منجمنت ارزښت او ضرورت ته اصلا متوجه نه ول .
د نوموړي په وینا د هېواد له ملي ګټو نه دفاع او ساتنه زموږ تاريخي مسووليت دی. زموږ تير ګوندي رهبرۍ ونشوای کولای چې دغه ستر ملي رسالت تر سره کړي ،نو ځکه مو و پتيېله چې په ګوند کې د جوړښت او پرسونل له پلوه بنسټيز بدلون رامنځته کړو او ګوند په يوه اغيزمنه او مدرنه سياسي مؤسسه بدل کړو.
وروسته بیا د ارواښاد عبدالجلیل وجدي زوی دوکتور حبیب الله وجدي خبرې وکړې او په ګوند کې یې په اصولیت ټینګار وکړ ،او زیاته یې کړه چې پخوانۍ رهبرۍ د خپل سریو له امله ډیرو ګوندي کدري غړو ګوند پریښود. او په دې خوښي څرګنده کړه چې نن ټول هغه خفه شوي ګوندي وروڼه بیرته په یوه ټغر د پوهاند عبدالقیوم عارف په مشرﺉ سره را ټول شوي دي.
غونډه د ګوند د سیاسي کمېسیون مشر ښاغلي دوکتور رحیم پښتونیار له خوا و ارزول شوه او یاده غونډه یې د ګوند د وحدت غونډه وبلله او له ګوند څخه د بیلابیلو جلا شوو څانګو له یو خای کیدو څخه یې خوښي وښوده ، ډاډ یې ورکړ چې وروسته له دې به ټول د ښاغلي پوهاند عبدالقیوم عارف په مشرۍ د واحد ګوند تر چتر لاندې مبارزه کوي.