د افغان حکومت او حزب اسلامي تر منځ د سولې د پریکړې په اړه د افغان ملت ملي مترقي ګوند اعلامیه
د انجینیر اجمل شمس په مشري د افغان ملت ملي مترقي ګوند د افغان حکومت او جهادي رهبر ښاغلي ګلبدین حکمتیار تر منځ د سولې د پریکړې هرکلی کوي .
سوله او امنیت د ټولو هیوادوالو تر ټولو ستره غوښتنه او اړتیا ده . افغان ملت ملي مترقي ګوند پدې باور دی چې په هیواد کې سرتاسري سولې په لیار کې دا یو مهم ګام دی او د افغان حکومت او په ځانګړي ډول د ولسمشر اشرف غني د نه ستړي کیدونکو هلوځلو نتیجه ده . د ښاغلي حکمتیار په استازیتوب راغلې ډلې سره د خبرو اترو په بریالیتوب سر ته رسیدل په دې مانا دي چې که دواړو خواوو ته ټینګ عزم اوسیاسي اراده شتون ولري نو لیرې نده چې د دولت نورو مسلح مخالفینو سره به هم د سولې مذاکرات مثبتې پایلې ولري .
هیله ده چې د سولې پریکړه عملي شي ، ښاغلی حکمتیار خپل هیواد ته راستون شي او د هیواد او نظام په جوړولو کې خپل نقش ولوبوي .
ژوندی دې وي افغانستان
تل دې وي افغان ملت