خبرپاڼه
نيټه ٢١.١١.١٣٩٢
کندهار افغانستان- افغان ملي اردو د کندهار د ځينو ولسواليو په ګډون د زابل ولايت په ځينو ولسواليو کي د تصفيوي عملياتو پر مهال لس تنه شکمن کسان نيولي دي.
ياد عمليات چي د ٤٨ ساعتونو په اوږدو کي د افغان ملي اردو له خوا د کندهار په پنجوايي، ژړۍ، شاوليکوټ او د زابل ولايت په ارغنداب او شاجوی ولسواليو کي تر سره سول په ترڅ کي يې د يوه زخمي کس په ګډون لس تنه مخالفين نيول سوي دي.
د يادو عملياتو په پر مهال افغان ملي اردو ٥٥ کړۍ بېلابېل ډوله پرسونل او وسايط ضد ماينونه، يو دوربين، يوه پايه مخابره هم تر لاسه کړي دي.
ياد عمليات د ١٣٩٣يم لمريز کال د ټولټاکنو لپاره د امنيتي تدابيرو د ټينګولو په موخه تر سره سوي.
افغان امنيتي ارګانونه په خپل ټول وس او توان هڅه کوي چي راتلونکي ټولټاکنيپه يوه سوله ييزه او ارامه فضا کي تر سره سي.