پوهه د ټولو ښېګڼو مور او ناپوهي دټولو بدیو سرچینه ده. (الحديث)

د افغانستان کرکټ بورډ او افغان ملي غورځنګ په پام کې لري د سواد نړيوالې ورځې په مناسبت له جهل او بېسوادۍ سره خپل جهاد اعلان کړي. دا اعلان به د کرکټ په نړيوال لوبغالي کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې کېږي. په دغو مراسمو کې به ديني عالمان او د کرکټ اتلان خپل پيغامونه وايي، ماشومان به د پوهنې ترانې بولي او د کرکټ ځوان ستوري به له بې سوادۍ سره خپله مبارزه د کرکټ په يوه لس اوريزه لوبه پيلوي. غونډې او لوبې ته راتګ وړيا دی.

ګرانو هېوادوالو! راځئ له خپل ستر دښمن يعنې جهل او بې سوادۍ سره په ګډه جهاد وکړو او خپل ګران افغانستان د نړۍ د سرلوړو او پرمختللو هېوادونو په کتار کې ودروو.

وخت: يکشنبه، د وږې ۱۷ مه (د سپټمبر ۸)، د ماسپښين ۲:۳۰ بجې

ځای: د حضوري چمن ختيز ته، د کرکټ نړيوال لوبغالی

د اړيکو شمېرې: ۰۷۸۸۰۱۱۱۱۹، ۰۷۸۷۲۶۷۲۶۷

One thought on “افغان ملي غورځنګ او د افغانستان کرکټ بورډ اداره د بې سوادۍ پر وړاندې د ګډ جهاد اعلان کوي”
  1. په زړه پورې او ګټور ګام

    هیله ده دیته ورته د ولایتونو د کریکټ ټیمونه هم د خپل ولایت په بیلابیلو ولسوالیو کې پدې نامه لوبې وکړي او پخپل یخن د راځې سبق ووایو پیام لیکلی خلکو ته وړاندې کړي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *