نن د افغان ملي غورځنګ په زرګونو پلويانو او د يو شمېر مدني ټولنو غړو د افغان ملي هويت، ملي ارزښتونو او ملي وياړونو په ننګه او دفاع کې د کابل د دهمزنګ له درې لارې څخه تر ملي شورا پورې لاريون وکړ. لاريون کوونکو چې د ملي يووالي شعارونه يې ورکول پښتنو ته د سپکاوي له کبله د انور سادات او همداراز لويې جرګې ته د سپکاوي له کبله د ميرويس ياسيني د محاکمې غوښتنه کوله. کله چې لاريون کوونکي د ملي شورامخې ته ورسېدل، د ولسي جرګې غړي نادرخان کټوازی، ارين يون، ساهره شريف او نسيمه نيازۍ د لاريون کوونکو هرکلي ته راووتل او هغوی ته يې ويناوې وکړې. وروسته د لاريون کوونکو په استازېتوب يولس تنو د ولسي جرګې له رييس عبدالرووف ابراهيمي سره وکتل. ابراهيمي ډاډ ورکړ، چې د دوی غوښتنې به د ولسي جرګې له استازو سره شريکوي او په اړه به يې يوه ګډه پرېکړه کوي. د لاريون کوونکو استازو په پای کې د ولسي جرګې رييس ته وويل، چې دوی لويې څارنوالۍ ته هم عريضه کړې ده او خپلې غوښتنې له ولسي جرګې سره هم شريکوي، که چېرې يې غوښتنې ونه منل شي او بيا د ملت په کور کې د ملت سپکاوی وشي، دا ځل به دوی ملي شورا او لويې څارنوالۍ ته مراجعه نه کوي، بلکې له هغه وکيل سره به حساب کوي چې ملت ته يې سپکاوی کړی وي.