محمد سليم پاينده
د ميسور پوهنتون د سياسي علومو او ډيپلوماسۍ د ماسټرۍ محصل
د ميسور پوهنتون د بشري حقونو استاده دوکتور براټي Dr. Bharati Hiremath راته وايې که د هند حقیقي پرمختګ محاسبه کوي نو د هندي ميرمنو په مساوي برخه اخستنه کښې به يې لټوي. هغه وايې هندي ميرمنې ځکه ښه راتلونکې لري چې پر خپلو سختو ننګونو او ستونزو د برلاسۍ اراده او عزم لري، هندي ميرمنو په خپل قوي هوډ د ښځو د حقونو شپږ (6) مبارز او طرحې راوړنکې سازمانونه ايجاد کړي، چې اوس د بدلون لپاره په زړورتيا جګړه کوي.
هغه ګډې او مشترکې ستونزې چې هندي او افغاني ټولنې دواړه تری رنځ وړي ممکن ډېرې وي، خو په عامه توګه لاندي هغه ډيرې جدي دي:
• په هندوستان کښې هرو 15 دقيقو کښې لږ تر لږ يو ماشوم د جنسيتي تاوتريخوالي او توپيري چلند قرباني وي. هر کال څه د پاسه 100,000 پيښې په رسمي توګه دولت سره ثبتېږي نورې په ټولنه کښې د حاکمو رواجونو په ګريوان کښې څڅېږي. له رسمي ارقامو هاخوا په افغانستان کښې دا شميرې تر دې هم لوړې دي.
• د هرې 50مې دقيقې پر وخت يو پلار و مور وارخطا وي چې زېږېدونکی ماشوم به لومړی جنسيت ولري که دوهم، کمزوری او ناتوانه!, افغان ميندي هم چې د ځان خير لټوي له خدايه نارينه اولاد غواړي.
• په هند کښې د غربت له وجې  64% ځوانې نجونې تر اتم ټولګي وروسته له ښوونځيو ایستل کېږي چې دې کړنې د هند پر اقتصاد، عوايدو، بيوزلۍ، تغذيې او په ټوله کښې د هند پر کورنۍ ناخالص توليد GDP اغېز ښندلی. افغان نجونې خو آن له لومړنيو زده کړو هم بې برخې دي.
• د Rape يا جنسي ځورونې کچه د هندي ميرمنو بله ستره ستونزه ده ، هرو 20 دقيقو کښې يوه ميرمن د ځورونې او له هرو 10 پیښو يوه هغه يې تر 18 ټيټ عمر نجونو په  قرباني تمامېږي. دا ډول پيښې د افغانستان په عنعنوی ټولنه کښې په پټه بايد ميرمنې وزغمي، آن په ټول ژوند کښې هم نسي کولای خپل درد اظهار کړي.
• د پيريود د وخت په هکله نه پوهاوی او خدماتو ته نه لاسرسی د هغوئ بله کشاله ده، 10% هندي نجونې د پيريود په هکله پوهاوی نه لري. افغانستان کښې دا شميرې ډېرې جګې دي.
• په دواړو ټولنو کښې اوبو ته نه لاسرسی ميرمنې اړ باسي په کيلومترو ليري سفر وکړي او په ستونزمن حالت کښې اوبه چمتو کړې.
• د هندي او افغاني ميرمنو پر وړاندي د ټيټ عمر واده، ولور، سنتي او خرافاتي رواجونه، فقر و بېوزلي او بې سوادي نورې ډېرې جدي او بنسټیزې ستونزې دي. دا ستونزې په دواړو هېوادونو کښې تر ډېره ګډې او يو ډول ريښې لري.
ما چې په هلمند ولايت کښې له يوې بشرپالې ادارې سره کار کاوه ومې لېدل چې د افغانستان ميرمنې له ټولو کړاونو سره سره د ژبې او ږغ د نشتون سره هم مخ دي، زه باور لرم چې غوڅ اکثريت پيښې د ټولنېز جبر په لمن کښې ناسپړل سوې پاته کېږي، آن د ويلو جرات يې د هغوئ ژوند ګواښلی سي.
خو هند دې ستونزو سره په نسبتأ ښه توګه مقابله کوي، هندي ټولنه د ښځو د کمزورتيا روايت ته د تغير ورکولو په هڅه کښې ده. د قوانينو اصلاح او ريفورم، د زيربنا او خدماتو مساویانه وېش او ميرمنو لپاره امتيازي فرصتونه چمتو کول هغه څه دي چې هند يې د ښځو د پرمختګ، مساوي برخې اخيستنې او جنسيتي انډول لپاره جوګه کړی.
په 2014 کښې ډاکتر غني ويل چې که يوه نجلۍ باسواده سي يو بشپړ نسل نېکمرغۍ ته رسوي.  د هغه د فکر مخالفين هغه وخت هم لږ نه و، او اوس هم نه – کله چې هغه د افغانستان ولسمشر سو ښځو په ځانګړې توګه لوستو نجونو ته د کار او پرمختګ ډېرې زمينې برابرې سوې، د ولسمشر غني حکومت د لوستو ښځو او نجونو لپاره په بې ساري توګه د پرمختګ او کاري فرصتونو بستر و، له اجرايوي تر قضايي ارګانونو ورته ځای ورکړل سو. مګر د ليري پرتو سيمو د ښځو، نالوستو، کونډو، بې سرپناه او سوالګرو ښځو لپاره د تمې پر خلاف ډېړه پاملرنه ونسوه. د ولسي تړون د ملي لومړيتوبونو پروګرام Citizen charter national priority program يوازينی هغه و چې کليوالي ښځې پکښې په لږه اندازه رانغاړل کېږي، چې د خوښۍ او غنيمت مايه یې ګنلی سو.
افغان ميرمني تر بل هر څه لومړی د زده کړو له نه لاسرسي رنځ وړي. دمګړی په نړۍ کښې 130 ميليونه نجونې ښوونځيو ته نه ځي، په دې خاطر نه چې هغوئ نه غواړي، بلکې فرصت نه دی ورکول سوی، ددې شميرو زياته برخه د افغانستان په څير درېیمې نړۍ او عنعنوي ټولنو ته ورګرځي.
په افغانستان کښې د نجونو د زده کړو پر وړاندې سختې او ناوړې ننګونې سته، دا ستونزې به زموږ ټولنیز راتلونکی د يوه ملت په حيث ورټي. ځکه  په ډېرو هغو هېوادونو کښې چې نجونې له ښوونځيو محرومېږي، ممکن په ټيټ عمر واده، د ستونزو په حل کښې د پاته کيدو، ناروغيو سره په مبارزې کښې ناکامه او او آن خپل ژوند به له لاسه ورکوي. د بيلګې په توګه کچيري تر 2050 ميلادي کال پورې د تعليم بهير همداسي بې حرکته پاته سي، په دې ډول راتلونکې سره به نړۍ په ځانګړې توګه مات ملتونه، درېیمې ټولنې او د لږ لرونکي هېوادونه د  1.8 Billions$ فرصت له لاسه ورکوي. د ميرمنو او ميندو د مرګ و مير کچه به لوړېږي ځکه باکيفيته زده کړو ته لاس رسی محدود او ناکافي دی.  تر 2050  ميلادي کال پوري به 950 ميلونه ښځې د ماشومتوب په عمر کښې واده کېږي ، نن ورځ دا شمیرې تر 700 ميلون نفر اوړي.
دا يوه نړيواله غميزه او بحران دی، موږ بايد ډاډ ترلاسه کړو چې د خپلو رهبرانو پاملرنه له ځانه سره لرو. په همدي دليل غواړو د افغان نجونو او ميرمنو ږغونه تر تاسو چې د نجونو د تعليم په هکله مرسته او اسانتياو چمتو کولو کښې لېوالتيا لرئ وروسو. ستونزې به تر ابده نه پاتېږي، موږ د فرصتونو او حللارو ډېرې دريڅې لرو، که په خپل چاپيريال کښې نوې بدلونه او چانسونه نادیده ونه نيسو، چوپ پاته نسو، نو په ميليونه نجونې به حداقل د 12 کلونو ښوونځيو بشپړولو فرصت ولري.
 هغوئ انګېزو ته اړتيا لرئ،
که هغوئ د لوستلو، ليکلو او تحليل وړتيا ترلاسه کړې
د باور، عدالت او مساواتو لاسونه به د وړتياو او ظرفيتونو قدمونه لا ګړندې کړې.
 هغه حقوق چې زموږ پيړۍ او نسل يې ميرمنو ته غواړي، غواړم په لويه کچه واضح سي؛
–  زموږ نړۍ ايجابوي چې ښځې دوهم نسل نه وي، بلکې سيال او مساوي نسل وي.
–  زموږ نړۍ غواړې نجونې او ميرمنې له حاشيوي عددي اکثريت څخه د متن په بدلون زېږونکي اکثريت تبديل شي.
–  زموږ ټولنه غواړي، ښځې د نارينه‌و په څير سياست، اقتصاد او تصميم نيونه کښې شريک او باورمند قشر واوسي.
زموږ د افغاني ټولنې ښځې او نجونې ناپيژندل سوې ظرفيتونه او سرچينې دي‌ او دا د تيلو او منرالونو په څير نه دي چې په زماني محدوده کښې ژوند ولري او بيا نه واوسي. زموږ د ښځو پرمختګ د افغانستان د هويت او راتلونکي رښتيا ده، دا رښتيا راتلونکې ده او په دې رښتيا کې د يوه روښانه نسل عزت، سلامت او هيلې او ژوند نغښتی دی.
که غواړئ ډاډ ترلاسه کړئ، چې هره نجلۍ تعليم وکړي، خپلو فکرونو کښې د نجونو د تعليم لپاره لومړيتوب رامنځته کړئ. موږ د بې عدالتیو او ماتوالي سره د مبارزې لپاره له زده کړو بله زوروره وسله تاسو ته نسو معرفي کولای.
د افغانو ښځو لپاره زموږ د نسل دورنما پر هيلو، لاسته راوړنو او پرمختګونو بينا ده؛
لومړی: د افغانستان ټولې نجونې او ميرمنې قهرمانانې دي، ځکه د ټولنې نارينه و ټول جبر، جګړې، وژنې، ناوړه عادتونه او تصميمونه بايد ښځې برداشت کړې بدون ددې څخه چې ښځې خپل تصاميم په خپله په مستقلانه توګه ونيسي، نو ځکه د نارينه محوره ټولنې جبر زغمل لوی زړه او ستره حوصلې غواړې، او سترې حوصلې له ميرمنو پرته نور څوک نه لري
دوهم: که ښځې او نجونې غواړې چې استقلال ولري، اول بايد مالي استقلاليت ولري، که يوه ميرمن مالي ملاتړ ولري، خپل ژوند او خپل مسير ډير منظم جوړولای سي، د کومې ټولنې ښځې چې خپل ژوند په خپله وکړې، له خپلو عینکو نړۍ ووينې  ، ټولنه هغه وخت رښتيني پرمختګ تجربه کولای سي.
دريم: د نجونو زده کړې او تعليم تر نارينه‌و ځکه ډېر اړين دی چې نړيوالو تجربو ښودلي که يو نارينه باسواده سي ممکن خپل ځان کورنۍ نيکمرغه کړي، ولي که يوه ميرمن، ښځه يا نجلۍ باسواده کېږي راتلونکي پنځه نسلونو ته تغير او ښه والي راولي
څلورم: دا طبعي ده چي د ماتو ټولنو ، وروسته پاتي ملتونو يوه نښه داده له ميرمنو او نجونو سره ناوړه چلند کوي، که موږ وغواړو د يوې ټولنې د پرمختګ کچه اندازه کړو اول بايد وګورو چي له ښځو سره يې برخورد څه ډول دی. ميرمنې هغه وخت کولای سي د ټولنې دا ناوړه کړۍ ماتې کړې چې زده کړې ولري، او خپل د فکر قدرت څخه استفاده وکړي، ځکه په نړۍ کي هيڅ داسي قدرت نسته چي د يوې لوستي نجلۍ توانايي، او پرمختګ له منځه يوسي،
پنځم: ښځی او نجونې د ټولنې د پرمختګ په لومړي پړاو کي بايد د مدنيتونو له تجربې استفاده وکړي، او هغې تجربې موږ ته ښيي چې متوازنه او  متعدل مخته تګ ښې نتيجې راوړې . نو نجونې په لومړی پړاو کي بايد د ټولنې له جوړښته سمه برداشت ولري او داسي ډيپلوماسۍ او هنر وکاروي چي هم تعليم او پرمختګ وکړي او د ټولنې د ناورو رواجونو قرباني نه سي.
نتيجه اخلو چې افغان ميرمنې د استعداد او ذکاوت څرګند مثالونه دي، د روبوټ جوړونکو نجونو ټيم، د افغانستان د نجونو د فوټبال ټيم، د افغانستان د زهرې ارکسټرا د ډاکتر سرمست Dr. Sarmast په مدبرانه مديريت، په دولتي و خصوصي برخو کښې د ښځو کاميابي تجربې، په پوهنې او لوړو زده کړو او نور ټولو برخو کښې بې ساري نوښتونه او پرمختګونه لري او که د ټولنې د متن روايت تغير کړو ، انشاءلله تعالی د افغان روښان او پرمختګ غوښتونکي پاچاه غازي امان الله خان او ملکې ثريا هيلې او ارمانونه چې د افغانستان لپاره یې په فکر کښې درلودل پوره کولای سو. د دولت، ټولنې او ټولو اقشارو ګډ مسوليت دی چې د هېواد د پرمختګ لپاره د ميرمنو پر ونډې ټينګار او د هغوئ پر وړاندې سختۍ او ربړي له منځه يوسي.
راځي جنسيتي ناانډولتيا په جنسيتي انډولتيا بدله کړو
بیایید که نابرابری جنسیتی را به برابری جنسیتی تبدیل نماییم
Lets convert Gender Inequality into Gender Equality

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *