د افغانستان د تاریخ په تیرو څو( له بیلابیل پلوه کاواکه) لسیزو کې د ښځو له له حضور څخه وخت په وخت سیاسي ګټه اخیستل شوې، اوچې کله هم یو سیاسي کړکیچ رامخته شوي نو له ښځو څخه د یوې وسیلې په توګه کار اخیستل شوی، حکومت یا هم د حکومت مقابل پلو، خپلو موخو ته رسیدلو لپاره کارولې دي او دا لړۍ په لږ او ډير شور تر ننه پورې روانه ده.

د امیر امان الله خان د پاچاهۍ په مهال د نوموړي د میرمنې نیمه بربنډوعکسونو خپرولو د خلکو ذهنیتونه دومره ژر بدل کړل چې هغه نومیالۍ اتل یې(چې تر پرونه پورې یې د دوی تر څنګ د انګریز په وړاندې په میړانه مبارزه وکړه او هیواد یې له دې زبر ځواک څخه خلاص کړ چې د دې میړانې ساری یې د سیمې په هیوادونو کې نه لیدل کیده) له هماغه آزاد کړي هیواده وتلو ته مجبور کړ.

د ډاکتر نجیب الله په حکومت کې به چې کله کومه د حکومت او اسلام د خلاف خبره د حکومت د مخالفینو له خوا راپورته شوه یا به هم که کوم مذهبي مناسبت رانیږدې شو، نو ښځو ته به وویل شول چې ټیکري په سرکړي او په تیره بیا دا اغیزه خو به د ملي تلویزیون په ښځینه ویندویانو او ژورنالیستانو کې ډيره ژر ښکاره شوه چې کومه پیښه ده او دوی بیا ټیکري په سر اچولي دي.

کله بیا چې اسلامي حکومت راغی نو افغان میرمنې د ناامنیو او ټولنینزې فضا د بې باورۍ له یو لړ نويو خنډونو سره مخ شوې، هان تر دې چې د ښځو په مینځ کې یوه ټوکه عامه ده چې وايي:( هغه وخت ښځې د سرویس بسونو د مخکینو چوکیو نه د شا چوکیو ته یوړل شوې او ورته وویل شول چې نور به دوی هلته کیني او نارینه به د ملي بس مخکینیو چوکيو ته راځي او دا قانون په ټولو ښاري بسونو کې عملي بڼه خپله کړه.)

له هغې وروسته چې د طالبانو حکومت راغئ، لومړی کار یې دا وو چې میرمنې او نجونې یې د زده کړې او کار له حقه محرومې کړې او یو ځل بیا هم د بدلون څرک په ښاري بسونو کې ولګید. ښځې به سره له دې چې د بس په وروستیو چوکیو کې کیناستې یوه پرده یې هم د بس په مینځ کې ورته ځوړنده کړه او د هغې پردې تر شا د دوی ځای وټاکل شو، (او یو ځل بیا هغه مخکینۍ ټوکه تکرار شوه.)

د طالبانو د حکومت په ړنګیدو او د نوي ادارې په مینځ ته راتګ سره بیا هم ښځې لږ او ډيرې په بیلابیل نومونو د سیاسي تصویر په رنګ کې خپله برخه لرلې. کله یې په حکومت کې د ونډې د لږ او ډيردو خبرې کیږي، کله یې د امن د خونو خبره راپورته شوې، کله یې پوزه او غوږونه د خبرونه سرټکي وي او کله یې هم د حقونو نغارې وهل کیږي. خو د دې بیلابیلو پړاونو په لړ کې افغان میرمنې کرارې نه دي ناستې او د خپل او خپلو خویندو د شعور د ویښولو او پوهې د کچې د لوړولو لپاره خپله وسه کړې او د هیواد او خپل برخه لیک په اړه یې هر وخت خپله اندیښنه لرلې ده، چې د همدې اندیښنو په لړ کې د وري په شپاړسمه او بیا دغبرګولې په څلورویشتمه نیټه یې په پراخه کچه په ټاکنو کې برخه واخیسته تر څو د ځان لپاره یو مناسب برخه لیک وټاکي، دا چې د دوی دې هڅو تر کومه رنګ راوړئ له دې حقیقته سترګې نه شي پټيدای. خو له بده مرغه د دې په ځای چې د هغوی د دې ستر او بې ساري ګام هرکلی وشي یو ځل بیا د یوې سیاسي لوبې قرباني شوې او د دوی رایې د درغلیو په تور لست کې راغلې او اوچت کړی ګام نه یوازې چې تر پوښتنې لاندې راغی بلکې هغه یو دروغجن ګام وبلل شو او یو ځل بیا د افغان میرمنو کومو چې په نا امنه او لرې پرتو سیمو کې یې له شته ګواښونو سره سره په پوره جرئت او هوښیارۍ خپله رایه استعمال کړې وه د تقلب او دروغو نوم ورکړل شو او د دوی د رایې په انکار سره یې د دوی له شتون څخه یو ځل بیا انکار وشو. مګر زما په ګمان چې دا تاریخي څپیړې به نه یوازې دا چې ښځې په خپل هوډ کې کاواکه کړې نه وي بلکې د دوی لپاره به د ویښیدا د یو زنګ غوندې وي چې نور نو خپل حضور او شتون ته په خپله ارزښت ورکړي، په خپلو دوامدارو، ټولیزو او ژمنو هڅو سره خپل ځان د یوه ټولنیز ځواک په توګه رامخته کړي تر څو نور مخکې له دې چې د دوی د سیاسي او ټولنیز ژوند اوهیواد په اړه کومه پریکړه کیږي نو نه یوازې دا چې د دوی شتون په جوته توګه ښکاره شي بلکې هره کړۍ ښځو ته د یو ملي او نه انکار کیدونکي ځواک په توګه د هغوی مشروع غوښتنو ته په پام سره دوی د دې تصمیم نیوونکو د یوې مهمې خوا په توګه وپیژني. او نور افغان میرمنې د دا ډول سیاسي ټوکو سره مخ نه شي. په همدې هیله!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *