د هیواد د فوټبال ملي لوبډلې دغه ستره بریا چی هندوستان ته یی په پای لوبه کې ماتې ورکړه او د جنوبي اسیا د فوټبال اتلولي یی خپله کړه ټول افغان ولس ته یی مبارکي وایم .

په همدغه ورځ د نن نه دولس کاله وړاندي نړۍ ته ده افغانستان او افغانانو یو وحشتناک انځور وړاندې شو چی ټوله نړۍ یي حیرانه کړه خو نن افغانانو دا وښودله چی افغانستان یواځی د جنګ،ویر ،ساندو ،او بربادۍ کور ندی بلکې افغانان د سولي او  خوښیو د کور خاوندان دی . دوی یواځی د جنګ د میدان نه اتلان نه  بلکې د شینه میدانه هم اتلان راوځي. په رښتیا هم په داسې حال کې چې له افغانستان هره ورځ د ناخوالو او بدبختیو خبرونه د نړۍ هیوادونه اوري او نن مو د دغه اتلې لوبډلې له امله ټوله نړۍ د قهرمانۍ،بریا او اتلولۍ خبری کوی،زموږ لپاره د ویاړ او فخر ځای دی .

زه یو ځل بیا د الله تعاله له درباره د دغيه لوبډلې ترڅنګ دهېواد ټولو لوبډلو  او همداشان  ټولو افغانانو ته په هر ډګر کې د بریا او لاسته راوړنې دعا کوم .

بیا هم د ننۍ بریا او زما د خوښۍ د احساساتو له امله ټولو افغانانو ته مبارکي وایم .

د یو سرلوړی افغانستان په هیله

په درنښت

ډاکټر اشرف غنی احمدزی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *