تاند- پاکستان وايي، د هاکرانو یوې ډلې، چې «افغان سایبر ارمي» نومېږي، د جمعې په ورځ د پاکستان د حکومت شپږ ویبپاڼې له کاره وغورځولې.

د پاکستان د حکومت په وینا د دغه هیواد دفاع وزارت، د تېلو او طبیعي سرچینو وزارت، د ملي روزنې ادارې، د اقتصادي چارو څانګې ، د پاکستان د حکومت د کابینې د څانګې او د کورنیو چارو وزارت ویبپاڼې هک شوي دي.

ویل شوي چې پر دغو ویبپاڼو د هک شوې ډلې له لوري لیکل شوي چې دوی افغانان دي او خبرداری ورکوي چې د خپلو وروڼو د وینو بدل به واخلي.

د پاکستان حکومت وايي چې خپلې ویبپاڼې یې بېرته فعالې کړي دي.

One thought on “افغان هاکرانو د پاکستان د حکومت ۶ مهمې ویبپاڼې جام کړې”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *