تاند، سه شنبه، د قوس ۵مه: په اریزونا ایالت کې د امریکا دفاعي قراردادي شرکت ایم ډي اعلان کړی چې افغان هوايي ځواکونو ته یې د نومبر په ۲۲مه د ایم ډي ۵۳۰ ماډل پنځه جنګي څرخکې رسولې دي.

د ایم ډي شرکت خبرپاڼه وايي، د تجهیزاتو دا اکمال یې د هغه قرارداد برخه ده چې امریکايي ځواکونو ورسره په ۲۰۱۷ کې د افغان ځواکونو د تجهیز لپاره کړی و.

 یاد شرکت ویلي، دوی نه یوازې د څرخکو د رسولو قرارداد لري، بلکې د تخنیکي عوارضو او پیلوټانو د روزنې مسوولیت یې هم پر غاړه لري.

 کمپنۍ همدا راز ویلي، راتلونکي کې به افغانستان ته د ایم ډي ۵۳۰ ایف ۲۴ څرخکې رسوي.

 دا په داسې حال کې ده چې په تېره اکتوبر میاشت کې هند هم افغانستان ته څلور ایم آی ۲۴ جنګي څرخکې ورکړې وې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *