تاند- د افغانستان هوايي ځواک د هیواد په یوه مرکزي ولایت کې د لومړي ځل لپاره د شپې په مخه پر خپل دښمن هوايي بریدونه وکړل.
د سټارز انډ سټرایپس ورځپاڼې د راپور له مخې، افغان چارواکو نن /سې شنبه/ تایید کړه چې د ملي اردو د هوايي ځواک (A-29) سوپر توکانو سپکو جنګي الوتکو د یکشنبې په شپه په اروزګان ولایت کې بمباري وکړه او طالبانو ته یې سخته مرګ ژوبله واړوله.
د افغانستان د هوايي ځواک ویندوی جلال الدین ابراهیم خېل وايي چې د دې بمبارۍ په نتیجه کې، چې د شپې له لوري وشوه، د طالبانو ډېره وسله او مهمات هم ویجاړ شوي دي.
د افغانستان حکومت هڅه کوي چې هوايي ځواک پراخ او غښتلی کړي چې پر بهرنیو پوځیانو یې اتکا ختمه شي.
د افغانستان د هوايي ځواک ویندوی د یکشنبې د شپې هوايي برید ډېر مهم مخ په وړاندې ګام وباله او ویې ویل«موږ به هڅه وکړو چې په راتلونکې کې دا ډول حملې زیاتې کړو.»
امریکايي ورځپاڼه سټارز انډ سټرایپس وايي، د امریکا په مشرۍ ايتلافي ځواکونه له څو میاشتو راهیسې په بېلابېلو الوتکو افغان پېلوټانو ته د شپې د عملیاتو روزنه ورکوي.
د شپې عملیات د ورځې تر عملیاتو خوندي ګڼل کېږي ځکه چې طالبانو ته د شپې له لوري ګرانه ده چې الوتکې په نخښه کړي.
د دفاع وزارت ویندوی غفور احمد جاوید ورځپاڼې ته ویلي چې افغان هوايي ځواک به په لنډ وخت کې د شپې له لوري (MD-530F Cayuse) واریور الوتکې او څرخکې هم وکاروي.
AFGHAN AIRFORCE/GOOD NEWS; BUT BECAREFULL WITH PUBLIC/
PLEASE MAKE SELF SHURE THE SPOT OF ENEMY.
PLEASE DO NOT KILL CIVILIAN BY ANY MISTAKE.
WE HAPPY FOR AFGHAN NATIONAL AIRFORCE TO BECOME STRONGER,
WE ARE HAPPY FOR POSITIVE PROGRESS.
THANK YOU