د افغان هوايي ځواک قوماندان جنرال عبدالوهاب وردک

تاند- د افغانستان د هوايي ځواک همکومي قوماندان وايي، افغان هوايي ځواکونه به (A29) جنګي الوتکې ترلاسه کړي.

جنرال عبدالوهاب وردک نن /شنبه/ د افغانستان په لوېدیځ کې د هوايي ځواک په قوماندانۍ کې وویل، ژر به له دغو جنګي الوتکو څخه، چې ډېرې اغېزمنې دي، د داعش او القاعده د ځپلو لپاره افغان پېلوټان کار واخلي.

د جنرال وردک په وینا، همدا اوس د افغان هوايي ځواک تر ۱۰۰ زیات غړي په بهرنیو هیوادونو کې د پېلوټۍ په زده کړو بوخت دي او تر راتلونکي کال پوري به د افغانستان له هوايی ځواک سر یوځای شي.

ده د هیواد په بېلابېلو سیمو کې د ترهګرو ‌ډلو په ځپلو کې د افغان هوايی ځواک رول ډېر مهم وباله، ویې ویل چې په تېرو څو میاشتو کې افغان هوايی ځواک د هیواد په ختیځ کې د داعش ډله سخته ځپلې ده.

د افغان هوايي ځواک قوماندان زیاته کړه«موږ په هیلي کوپترو او جنګي الوتکو زیات شمېر تروریستان او د هغوی پټنځایونه له منځه وړي دي.»

سره له دې چې جنرال وردک د افغان هوايي ځواک د ظرفیتونو او امکاناتو د زیاتېدو خبره کوي خو ویل کېږي چې لا هم افغان هوايي ځواک هم د جګړې لپاره او هم د اکمالاتو او لوژیستیکي چارو لپاره د الوتکو د شمېر له کموالي سره مخامخ دی.

د افغانستان د لوېدیځ زون لپاره، چې هرات، فراه، نیمروز، بادغس او غور پکې شاملېږي، یوازې ۳ هیلي کوپترونه لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *