تاند، جمعه، د جدي ۶مه: د ملي دفاع وزارت وایي، د لغمان ولایت لپاره د طالبانو والي یې د هوایي عملیاتو په پایله کې وژلی دی.

نن د جمعې په ورځ د دې وزارت لخوا تاند ته په استولې خبرپاڼې کې راغلي چې دغه هوایی برید کې یې د لغمان لپاره د طالبانو د والي قاري زین العابدین، الیشنګ لپاره د طالبانو پخوانی ولسوال قاري معراج او ۲۴ نور طالبان وژلي دي.

د خبرپاڼې له مخې برید لغمان کې د پنجشنبې په ورځ ترسره شوی چې په پایله کې یې د ۲۶ وسله والو د وژل کیدو تر څنګ ۵ تنه نور ژوبل شوي دي.

دفاع وزارت ویلي د روانو خالد عملیاتو په جریان کې یې په ټول هیواد کې لسګونه طالب ولسوالان، والیان او د دې ډلې نظامي مشران وژلي دي.

One thought on “افغان هوایي ځواکونو لغمان لپاره د طالبانو والي وژلی دی”
  1. د طالبانو تروریستی ډله چه د افغانستان د مجاهاو مسلمان ولس او دولت سره دایمی اوربند اوصلحی ته چه د الله تعالی حکم دی غاړه نه کیږدی تر دی به یی حال بد تر وی .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *