تاند — ۲۲ تنو افغان ځوانانو په چک جمهوریت کې د پوځي الوتکو د پیلوټۍ زده کړې بشپړې کړې او په نژدې راتلونکي کې به افغانستان ته راستانه شي.
په پراګ کې د افغانستان سفارت له خوا تاند ته په رالېږلي یوه خبرپاڼه کې راغلي چې، د افغان هوایي ځواک د پیلوټانو د فراغت مراسم نن سې شنبه /د سلواغې ۸مه/ د پراګ ختیځ ته د پاردوبیڅه ښار کې ترسره شول.
په خبرپاڼه کې راغلي چې یاد مراسم د افغانستان د ملي سرود په غږولو سره پیل شول او وروسته په کې، د چک جمهوریت لپاره د افغانستان سفیر شهزادګل آریوبي، د چک جمهوریت د دفاع وزارت د دفاعي پالیسۍ او ستراتیژۍ مرستیال رادومیر یهودا په چک جمهوریت کې د متحده ایالاتو د سفارت استازي جګړن مایکل ډانیل او یو شمېر نورو کسانو خبرې وکړې.
افغان پیلوټان له ۲۰۱۶ کال راهیسې، د متحده ایالاتو په مالي مرسته په چک جمهوریت کې د چکي روزونکو له خوا روزل کیږي او دا څوومه جوپه ده چې فارغیږي او افغانستان ته د خدمت لپاره رالېږل کیږي.
افغان هوايي ځواک ته د چینوک څرخکو ورکړه تصویب شوه
په همدې حال کې د امریکا متحده ایالاتو، افغان ځانګړو هوایي ځواکونو ته Ch-47 چینوک څرخکو د چمتو کولو پلان تصویب کړ.
پنټاګون، له کانګریس څخه دا غوښته د جون له اولې تر د نومبر ۳۹ مې پورې د افغان ځواکونو د پیاوړتیا لپاره د کړیو هڅو په اړه راپور کې مطرح کړې وه.
د افغانستان په اړه کانګریس ته د امریکا د دفاع وزارت په راپور کې راغلي، د امریکا دفاع وزارت اوس افغان هوایي ځواک ته اضافي جنګي الوتکې چمتو کوي او په پام کې لري د ځانګړي ماموریت څانګې ته یې د CH-47 چینوک څرخکې ورکړي ترڅو د تروریزم پرضد د عملیاتو ملاتړ وشي او تر ۲۰۲۳ پورې د افغان ځواکونو په لیکو کې چینوک څرخي الوتکې د روسیې د Mi-17 څرخکو ځای ونیسي.
دا په داسې حال کې ده چې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت تر دې وړاندې ویلي وو چې تر ۲۰۲۳ پورې به د افغان هوایي ځواکونو وړتیا او امکانات درې چنده لوړ کړي.