حسام الدین همراه

د افغانستان ملي امنیت شورا د کار او ټولنیزو، شهیدانو او معلولینو چاروو زارت او لویې څارنوالۍ ته په استولي مکتوب کې ویلي چې د دې وزارت له یو معین حسام الدین همراه څخه پلټنې وکړي.

د ملي امنیت شورا په مکتوب کې ویل شوي چې حسام الدین همرا د اداري اصولو خلاف او د وزارت د سرپرست له اجازې پرته دوه میاشتې د متقاعدینو د تنخوا مخه نیولې.

د ملي امنیت شورا په مکتوب کې دا هم راغلي چې د کار او ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت دغه معین په خپل سر او د وزارت د سرپرست له اجازې پرته د خپلو ساتونکو په لاس د متقاعدینو اړوند کتابونه ټول کړي او د تقاعد خزانې ریاست په یوه دفتر کې یې مهرولاک کړي دي، چې لامله یې ملکي او نظامي متقاعدین له ستونزو سره مخ شوي دي.

د دې مکتوب له مخې ولسمشر محمد اشرف غني د معین حسام الدین همراه له دې خپلسرۍ څخه له خبرېدو وروسته له ملي امنیت شورا غوښتنه وکړه چې اړوند وزارت ته د مکتوب په استولو سره باصلاحیته پلاوی له حسام الدین همراه پلټنې وکړي.

د ولسمشر دا حکم په داسې مهال دی چې په  ډېری ولایتونو کې معلولینو ته تنخاوې په وخت نه رسیږي او ان د څو څو میاشتو تنخاوې یې ورکې هم شي.

 په هلمند کې هم معلولان او معيوبان وايي، چې له تېر يوه کال راهيسې يې معاشونه نه دي اخيستي.

د دوی په وینا د تيرکال د وري د مياشتې په پنځمه نيټه يې د همغه کال تنخواګانې اخيستې خودا مهال يې په وار وار اړوندې ادارې ته مراجعه کړې چې تر اوسه پورې دوی ته د۱۳۹۳ کال تنخواګانې نه دي ورکړل شوې، او له همدې امله له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.

3 thoughts on “افغان ولسمشر د یوه معین د درغلیو او خپلسریو د پلټنو حکم وکړ”
  1. سری په رنگ نه سری کیگی

    سری هغه وی چه یی خوی دسری وینه.

    مونگه متاسفانه دیر حیوان صیفته انسانان لرو.

  2. This person Hasamudin Hamrah did lot of corruption in ministry of public health… He was dismissed (monfak) by Hamid Karzai on that time Hasamudin was DG Admin n finance of that ministry.
    The law says (if a person of 1st grade gets dismissed then he cant be on a higher position of government)… But Marshal Fahim made him Deputy Minister (so this corrupt guy was even hired illegally)
    There are many cases of this stupid guy Hassamudin in MoPH, he is a big their

  3. This the root cause of all the problems. People gets hired by having special relations and ties. Many employees in the Ministry of foreign affairs are related to the government officials and members of Parliament.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *