افغان ولس دومره احسان فراموش او ویده هم نه دی لکه څومره فکر چې ځینې چارواکي او لوړ پوړي اشخاص ورته کوي. 

ښه بېلګه یې د جنرال خوشال سعادات صیب سپېڅلې او بریالۍ دنده وه چې په پوره مېړانه او صداقت یې خپل ورسپارل شوی مسؤلیت ترسره کړ.

 مطلب مې دا دی چې ډېری لوړ پوړي اشخاص دا فکر کوي چې ولس په هیڅ هم نه پوهېږي او په ډېر ناچیز څه غلطېږي چې په دې سوچ کې دوی خپلې مزې کوي او هیڅ د مسؤلیت احساس نه کوي. خوشال سادات هیچا هم نه پېژانده بغیر له ولسمشره، ولسمشر دغه لعل خدای زده په کومو ایرو کې موندلی ؤ چې بیا یې داسې مهم ځای ورته غوره کړ. 

دلته بیا د هغې کلیشه یي خبرې ځای دی چې ویې کړم هغه دا چې تغیر او تبدیل د حکومتولۍ یو اصل دی او ولسمشر شاید پوهېده چې خوشال سعادات څومره هڅې چې په معینیت کې وکړې په نوې دنده کې به له هغه لا بریالی وي، خو بیا هم د خوشال سعادات په لرې کېدو افغان ولس دهمغه ولسمشر خلاف ودرېده چا چې دغه اتل رامخته کړ په خلکو یې وپېژاند او دایې ثابته کړه چې ده نه دکار خلک هیڅ ځای کې هم نه ورکېږي. 

د ولسمشر خلاف ډېری افغانانو د ټولنیزو رسنیو او نورو لارو توندې نیوکې وکړې، ولسمشر یې په یو او بل نامه یاد کړ خدای شته د ولسمشر ډېرو نیږدې ملاتړو د فېسبوک او نورو ټولنیزو رسنیو له لارې داسې سپکې او سپورې پسې وویلې چې زه یې دلته یادونه نه شم کولای. نو خبره مې دا کوله چې که هر چارواکی او نسبتاً لوړ موقف لرونکی شخص خپله دنده په داسې مېړانه او صداقت سره ترسره کړي ټول ولس به یې تر شا ولاړ وي او هیڅکله به یې هغه هڅې او لاسته راوړنې هېرې نه کړي. 

خو بدبختانه اوس مهال زمونږ د دولت په لوړو موقفونو کې د خوشال سعادات په شان وطن ته ژمن او سپېڅلي کسان د ګوتو په شمار هم نه پیداکېږي، په دې هیله چې د دې بریالي جنرال خوشال سعادات له کړنو یې نور هم زده کړي او د هغه په نقش قدم قدم کېږدي، چې په دې سره به سړی نه خدای ج ته ملامت وي نه د هغه بندګانو ته او په ټولنه کې به یې محبوبیت تر هرچا لوړ او د قدر وړ وي.

نن مې په انټرنیټ کې د خوشال سعادات د پلویانو او مینوالو احساسات او هغه مینه چې ولس له خوشال سعادات سره پیداکړې لیده چې ماته یې د دې لیکنې موقع راکړه او له تاسو لوستونکو سره مې شریکه کړه په ستر جنرال خوشال سعادات ډېر څه لیکل کېدای شي خو زه به یې پر همدې بس کړم چې خدای ج دې زمونږ د هرې ادارې مشر او مسؤل د دې ځوان په شان کړي چې ټول ولس یې ترڅنګ ودرېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *