د شنبې په شپه د پلازمینې کابل څنډه پغمان کې په ۸ میرمنو جنسي برید شوی. ماسختن ۹ بجې ناپیژانده وسله والو له واده راګرځیدونکي دوه موټر د کابل-قرغې سړک، ده عربان سیمه کې درولي. ښځې او دوه سړي یې په زور له موټرو کوز کړي او د ښځو د ګاڼو له لوټلو سره یې سړي ښه ډبولي او په ښځو یې تیری کړی.

۱۴ تنه د انسان په نامه لیوانو تر سهاره میرمنې، چې یوه پکې حامله وه، بې پته کړي.یوې ۱۸ کلنې پیغلې وروسته په استقلال روغتون کې ژوند له لاسه ورکړی. یادو کورنیو د عزت د خونديتوب له پاره خبره غلې ساتلې، خو د روغتون له لارې خبره پولیسو او بیا رسنیو ته رسیدلې. د کورنیو چارو وزارت له پیښې یوه اونۍ وروسته پیښه منلې او د مجرمینو په نیولو یې لاس پورې کړی. ښاغلي حامد کرزي څرګنده کړې، چې مجرمینو ته د مرګ سزا په لاسلیک کولو کې به ځنډ ونکړي.
بل بلو ته د ځوانانو فعالان، د ښځو فعالان، د بشري حقونو فعالان او مدني ټولنه ټول په مرګوني خوب ویده دي. سترګې یې پیسو، امتیازاتو او بهرني سفرونو ړندې کړي. ریښتیا هغوی به د ناټو کنفرانس ته په تیارۍ بوخت وي. یا به له کاندیدانو نه په دغه او هغه نامه وعدې اخلي. او یا به یې د یوه او بل سفارت دروازو ته لاسونه نیولي وي. له یادې کورنۍ او ولس سره د همدردۍ لپاره وخت نه مومي. دوی خو لاریون هله کوي، چې یا امریکایان مړه وي او یا د لاریون پیسې په اډوانس کې کومې موسسې یا سفارت ورکړي وي.
له بلې خوا په دولت کې د ښځو اړونده څومره وزارتونه، ریاستونه او ادارې دي. خولې یې ګنګې او سترګې یې پوچې دي. کله، چې له بهر نه د پیسو د مرستو خبره وي، خولي وشکوي، چې ښخو ته خدمت کوي. خو نن، چې د ولس په عزت تیری شوی او د بې وزله میرمنو لمنې څیرې شوي، نه وزارت معلومیږي نه ریاست، نه کومه بله اداره. دولت په ټوله کې د پیښې په اړه پوره بې غیرتي وښوده. وکیلانو نه خو ګیله ځکه نه کیږي، چې خیټې یې ډیرې لویې دي؛ ایله د هغو ډکولو ته وزګاریږي.

د دې ډول پیښو په اړه د ولس، دولتي او نادولتي موسسو، نړیوالې ټولنې، مدني ټولنې او رسنیو داسې غبرګون پکار دی، لکه د دوی د خپلې کورنۍ په غړو، چې تیری شوی وي. که د میرمنو پت او د سړیو عزت مو خوندي نه وي، بیا نو اور ته ولویږه داسې ازادي او داسې پرمختګ.

2 thoughts on “افغان ووژنه، عزت یې مه وژنه/ مدثر اسلامي”
  1. مدثر اسلامی صاحب نه دې افغان وژل کېږي او نه دې د هغه عزت. دا عنوان دې طالبانو غوندې کسانو ته برات ورکوي چې خپل قتل او قتال او وحشت جاري وساتي.

  2. Every government is responsible for the safety of its people. If a government is not capable to bring peace to the people then that government must be thrown away.
    The amount of money given to the government is the tax money paid by the hardworking workers in donor countries. What happened to the money that Karzai received from IRAN? Did he tell the nation about that? Which law gave him the authority to accept that money. From the beginning of Karzai’s so called government, the us was delivering millions of dollars to the presidential office every month. Did he tell the people how much money was his office receiving and who was taking it?
    Dear brother this the start of corruption. Government officials are busy on counting money and planning vacations. They have no time to serve the people and bring peace. They blame others for their own deficiencies.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *