افغان کرکټ ملي لوبډله د سکاټلنډ او ایرلنډ پر وړاندې د څلورو نړیوالو یو ورځینیو سیالیو د ترسره کولو لپاره متحده عربي اماراتو ته ولاړه.
ملي لوبډله به د خپل سفر په ترڅ کې دوه نړیوالې یو ورځینۍ سیالۍ د سکاټلنډ او دوه نړیوالې یو ورځینۍ سیالۍ د ایرلنډ ملي لوبډلو سره د روان زیږدیز کال د جنوري په ۸ مه، ۱۰ مه، ۱۴ مه او ۱۷ مه نیټه توکړي.
د ملي لوبډلې مشر روزونکي انډري مولز رسنیو ته د تلو پر مهال ووییل چې، ملي لوبډله ښه چمتووالی لري او ټول ټاکل شوي لوبغاړي به ددغو سیالیو په ترڅ کې له توقع سره سم، ښې وړتیاوې له ځانه وښیي.
د ملي لوبډلې رخصتۍ پر مهال د کرکټ بورډ عمومي رئیس نسیم الله دانش، اجراییوي رئیس شفیق الله ستانکزي او د ادارې یو شمیر نورو کارکونکو هم شتون درلود.
عمومي رئیس نسیم الله دانش ووییل چې، زموږ مزل تر نړیوال جام پورې د لنډو ورځو مزل دی. زموږ ملي لوبډله به له ټولو چمتو شویو سیالیو څخه د نړیوال جام لپاره نوې زده کړې کوي. زه د ټاکل شوې ملي لوبډلې پر چمتووالي او د ددوی د روزونکې ډلې په ځیرکتیا باور لرم. که خدای ج کول، ملي لوبډله به ډک لاسونه هیواد ته راستنیږي او د نړیوال جام سیالیو په لور به د بریا له تکل سره سفر ولري.
اجراییوي رئیس شفیق الله ستانکزي له لوبغاړو وغوښتل تر څو په ډاډه زړه او ستر مورال سره لوبه وکړي. ستانکزي ملي لوبغاړو ته ووییل چې، د سیالیو پر مهال ستاسې ټول تمرکز باید په لوبغالي او په لوبه پورې محدود واوسي تر څو ښه لوبه ترسره او د تل په څیر هیواد ته ویاړونه راوړئ.