د افغانستان غوره لیګ (APL T20 ) چې پنځه لوبډلې لري او په نړیواله کچه ترسره کېږي، د لوبډلو د پلور لړۍ یې پخوا پیل او له ډېرو کورنیو او بهرنیو رسنیو اعلان شوې، له دغې جملې تر اوسه دوه لوبډلې (پکتیا او بلخ) د بهرنیو کمپنیو له لوري اخیستل شوې او لا هم ځينې نور بهرني سوداګر غواړي چې د پاتې لوبډلو د پېرلو امتیاز ترلاسه کړي.
افغانستان کرکټ بورډ په دې تړاو د کور دننه او بهر له ځینو افغان پانګوالو سره له نږدې خبرې کړې، خو د دې لپاره چې دغه لیګ په رښتیني ډول په نړیواله کچه د افغانستان او هېوادالو استازیتوب وکړای شي نو افغانستان کرکټ بورډ یو ځل بیا ټول افغان سوداګر هڅوي چې د پاتې لوبډلو په خپلولو کې ونډه واخلي.
دا چې د یاد لیګ ترسره کیدو ته کمه موده پاتې ده نو افغانستان کرکټ بورډ اړ دی چې د افغان پانګوالو د چمتووالي نه ښودلو په پایله کې د بهرنیو پانګوالو سره مخ ته ولاړ شي. لېواله افغان پانګوال دې د ۲۴ ساعتونو په موده کې په لاندې برېښنالیکونو له افغانستان کرکټ بورډ سره په اړیکه کې شي.
[email protected]
[email protected]