تاند- د افغانستان د ملي اردو یو جګپوړی پلاوی، چې جنرال محمد حبیب حیصاري یې مشري کوي، پرون /پنجشنبه/ اسلام اباد ته ورسېد.
په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت وايي، دا ۷ کسیز افغان پوځي پلاوی به د پاکستان له پوځ سره د تروریستي ضد همکاریو او د ډیورند کرښې په اوږدو کې د ترهګرو د تګ راتګ د مخنیوي پر لارو چارو خبرې وکړي.
په افغان پلاوي کې د دفاع وزارت د چارواکو ترڅنګ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت او ملي امنیت ریاست غړي هم شامل دي.
افغان او نړیوال چارواکي وايي چې پاکستان د حقاني شبکې او طالبانو مشرانو ته په خپله خاوره کې پناه ورکړې او پاکستان بیا وايي چې د دغه هیواد یو شمېر وسله وال مخالفان د افغانستان په کونړ او ننګرهار کې مرکزونه لري.
افغانستان دغه راز وايي چې پاکستان پر کونر او یو شمېر نورو ختیځو ولایتونو د درنو وسلو ډزې کوي خو پاکستان دا تور ردوي او وايي چې پوځیانو یې پر افغانستان ډزې نه دي کړي.