تاند- د افغانستان د حج او اوقاف وزیر احمد عثماني په مشرۍ یوه افغان پلاوي د سې شنبې په ورځ د کندهار په تروریستي حمله کې د متحده عربي امارات د ۵ بشرپالو دیپلوماتانو د وژل کېدو په خاطر د متحده عربي اماراتو له چارواکو سره غمرازي وکړه.
د اماراتو رسمي خبري اژانس وام (WAM) وايي، په افغان پلاوي کې د افغانستان د ملي شورا غړي، د ملي امنیت شورا استازي، د سولې د عالي شورا غړي، په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان سفیر او په متحده عربي اماراتو کې د مېشتو افغانانو استازي شامل ول.
دوی د متحده عربي اماراتو د مشرانو له لوري د ۵ اماراتي دیپلوماتانو د فاتحې په مراسمو کې ګډون وکړ او د خپل حکومت او ملت له لوري یې د قربانیانو له کورنیو او د متحده عربي اماراتو له حکومت سره خواخوږي څرګنده کړه.
د تېرې اوونۍ د سې شنبې په ورځ /جنوري ۱۰/ ۵ اماراتي دیپلوماتان، چې په کندهار کې د یتیمو ماشومانو لپاره د مرستون د جوړولو او نورو مرستو لپاره د کندهار له ولایتي چارواکو سره د خبرو لپاره د کندهار په مېلمستون کې خبرې کولې، په بمي چاودنه کې ووژل شول.
طالبانو په دې برید کې لاس لرل رد کړل خو د افغانستان ولسمشر او د ملي امنیت ریاست وویل چې له لومړنیو نښو داسي ښکاري چې دا برید طالبانو د پاکستان په کوټه کې تنظیم او پلان کړی و.
متحده عربي امارات، چې تحقیقاتي پلاوی یې د پېښې په اړه له افغان تحقیقاتي پلاوي سره یوځای څېړنو ته دوام ورکوي، تراوسه د پېښې پړه په چا نه ده اچولې خو داسي ښکاري چې هغوی هم دې نتیجې ته رسېدلی چې برید طالبانو کړی دی.
د متحده عربی اماراتو یو شمېر وګړي د نورو خلیجي هیوادونو د اتباعو په شان طالبانو ته چندې ورکوي.