تاند: طالبانو سره د سولې سبانۍ غونډه کې د ګډون لپاره د مدني ټولنو، خبریالانو، ښځو او سیاستوالو د استازو یوه ډله د قطر دوحې ته ورسېده.
ټاکل شوې چې د سرطان په شپاړسمه او اوولسمه د قطر او المان په کوربه توب دوحه کې د افغانا نو تر منځ د سولې یوه ناسته جوړه شي.
راپور وايي، طالبان او امریکایان هڅه کوي چې طالبانو سره د مدني فعالانو، خبریالانو، ښځو او ځوانان د دوحې د سبانۍ غوندې نه وړاندې د سولې د ابتدایي هوکړې یو سند چمتو کړي.
سبانۍ غوتډې لپاره کابل نه د تللیو کسانو لیست کې د اصیله وردګ، حبیبه سرابي، شهرزاد اکبر، لیلی جعفري، ماریا اکرمي، شاه ګل رضایي، انارکلي هنریار، جمیله افغاني، زینب مؤحد، مولوي امين الدين مظفري، عبدالهادي رفيعي، قربانعلي فصيحي، جمال الدين بدر، مولوي شفيع الله نورستاني، محمد نادر نعيم، عطاءالرحمان سليم، مولوي سلام ضعيف، ارشاد احمدي، متين بيګ، حكمت كرزی، حاجي دين محمد، انجينر فرهادالله فرهاد، نادر نادري، حامد ګيلاني، صالح محمد سلجوقي، غيرت بهير ، مولوي عنايت الله بليغ ، حضرت عمر زاخېلوال ، ډاکټر رنګين دادفر سپنتا، محي الدين مهدي او سيد منصور نادري نومونه راغلي دي.
د سبانۍ غونډې ګډونوالو کې دولتي کسان هم شته طالبانو ویلي چې هر یو به یې خپل شخصي استازیتوب کوي نه د دولت.
خو طالب سرچینو بیا تاند ته وویل، طالبانو دغه غونډه کې یوازې د افغان دولت په استازیتوب د سلام رحیمي ورتګ نه دی منلی نور یې د دولت د استازو او سولې شورا د استازو د ورتګ په تړاو المان او قطر ته د هو سر خوځولی دی.
سرچینې زیاته کړه، سبانۍ غونډه کې به د طالبانو د سیاسي دفتر ۱۵ کسه مشران ګډون وکړي.
