تاند- د افغانستان د حکومت یو جګپوړی پلاوی نن /پنجشنبه/ پاکستان ته ځي چې له پاکستانه په خپله خاوره کې د افغان طالبانو د مشرانو د نیولو او افغانستان ته د هغو د سپارلو غوښتنه وکړي.
افغانستان دا غوښتنه اوس په دې خاطر لا په زغرده کوي چې د طالبانو د پخواني مشر ملا عمر له مړینې وروسته طالبانو په ښکاره په پاکستان کې غونډې وکړې او له رسنیو سره یې د لومړي ځل لپاره پر خپلو اختلافي مسایلو مرکې وکړې.
د پاکستان د ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې د راپور له مخې، د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني په مشرۍ پلاوي کې به ښايي د دفاع سرپرست وزیر محمد معصوم ستانکزی هم شامل وي.
ایکسپریس تریبیون وايي چې د افغانستان د جکومت پلاوی له پاکستانه غواړي چې د کاغذ پر مخ نه بلکې عملاً د طالبانو بر ضد په خپله خاوره کې اقدام وکړي.
پلاوی به پاکستان ته په زغرده ووايي:«پاکستان باید پرې نږدي چې ټپي طالبان یې په غتونونو کې تداوي شي، او پاکستان دې په خپله خاوره کې د افغان طالبانو د مالي او تسلیحاتي ملاتړ مخه ونیسي.»
افغان پلاوی وروسته له دې پاکستان ته سفرکوي چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د دوشنبې په ورځ وویل چې پاکستان افغانستان ته د جنګ پیغام لېږي.