تاند، پنجشنبه، د عقرب ۳۰مه: په سویډن کې سلګونه افغانانو چې ښځې او ماشومان هم په کې دي، د پناه غوښتنې د عریضو د رد له کبله لاریونونه پیل کړي دي.
د دغو لاریونونو مشره فاطمه جعفري وايي، لاریونوال له اروپايي ټولنې غواړي چې د ماشومانو د حقونو اړوند کنوانسیون دې ورسره پلی کړي، نوموړې وايي، د سویډن حکومت د افغان ماشومانو پر وړاندې د ملګرو ملتونو د کنوانسیون څخه سرغړونه کړې ده.
اغلې جعفري زیاته کړه که څه هم د ماشومانو د حقونو خوندیتوب کنوانسیون د رنګ، نژاد او ټولنیزو توپیرونو له کبله هر ډول تبعیض منع کړی دی خو د سویډن حکومت د یو شمېر افغان ماشومانو د پناه غوښتنه د هغوی له میندو او پلرونو سره یو ځای رد کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوېد شنبې په ورځ د بشر د حقونو نړیوالې ورځې سره هم مهاله د سویډن لولیو ښار کې د اجباري اخراج پر ضد پراخ اعتراضونه وشي.
دا لاریون به د ماشومانو د ژغورنې سازمان او د سویډن د ماشومانو سازمان لخوا ترسره شي.