تاند- د افغانستان د کورنیو چارو وزارت او د ننګرهار چارواکي وايي چې امنیتي ځواکونو په ننګرهار ولایت کې تر ۱۰ زره ډېر چاودېدونکي مواد نیولي دي.
د کورنیو چارو وزارت نن /یکشنبه/ په یوه خبرپاڼه کې وویل، دا مواد افغان پولیسو په تورخم کې کشف کړل.
د کورنیو چارو وزارت وايي چې چاودېدونکي مواد په یوه لارۍ کې پټ کړای شوي و او په تړاو یې دوه پاکستانیان نیول شوي دي.
په ننګرهار ولایت کې د داعش وسله والو سختدریځه ډله زیاته فعاله ده. په وروستیو ورځو کې په جلال اباد کې څو چاودنې وشوې.
د جلال اباد ښار په درو پر له پسې چاودنو کې، چې دوې ورځې وړاندې وشوې، ۶ تنه ووژل شول او ۴۰ نور ژوبل شول.
داسې معنا لري لکه چې له یو بل کس څخه چاړه را اخلم او خپل ورور پرې وژنم، حال داچې د هغه کس نه زه خوښ یم او نه یې هم زما ورور
صرف 500 کیلوگرامه دهمدغو پاکستانیانودپاره کافی دی چی دموادو کیفیت معلوم شی