تاند- د افغانستان د ملي پولیسو د چاودېدونکو موادو د د شنډوونکي ټیم یوه غړي لږترلږه ۶ زره ماینونه، بمونه او نور چاودېدونکي مواد شنډ کړي دي.
افغانیار نن د کورنیو چارو وزارت له لوري خبریالانو ته وروپېژندل شو. د کورنیو چارو وزارت خپل مسلک ته د افغانیار ژمنه وستایله، ویې ویل چې ده د خپل ټیم د نورو ملګرو په همکارۍ شپږ زره ډول – ډول چاودېدونکي مواد خنثي کړي دي.
د کورنیو چارو وزارت وویل چې د افغانیار یو همکار د یوې چاودېدونکې وسیلې د شنډولو په ترڅ کې ژوبل شو.
په افغانستان کې د پخواني شوروي د پوځونو له وخته په لسګونو ملیونه ماینونه او نور چاودېدونکي مواد پاتې دي. په وروستیو لسو کلونو کې طالبانو د افغان امنیتي ځواکونو او بهرنیو پوځیانو لپاره پر سړکونو او کروندو کې ماینونه ایښي او لا یې هم ږدي.
ماینونه او چاودېدونکي مواد په روانه جګړه کې د طالبانو لپاره تر ټولو اغېزمنه وسله ثابته شوې ده. اکثره بهرني او افغان ځواکونه د سړک د غاړې په بمي چاودنو وژل شوي خو له دې سره سره اکثره ملکي افغانان هم په دې ډول چاودنو وژل کېږي.
د ملګروملتو له یوه وروستي راپور سره سم تېر کال په افغانستان کېې نژدې ۳ زره ملکي افغانان د سړک د غاړې د چاودېدونکو موادو د چاودنو په اثر وژل شوي دي.