رفيع الله مندوخېل، اسلام اباد (د کب، حوت  ۱۷ مه  ۱۳۹۸) افغان پولې سپين بولدک ولسوالۍ ته څېرمه د بلوچستان په چمن سرحدي سيمه کې چاودنه شوې، چې په نتيجه کې يې د لېويزپوليسو د يوه چارواکي په شمول نهه تنه ژوبل شوي دي.

د چمن پوليسو د شنبې په ورځ تاند ويبپاڼې ته ويلي، چې د ښار پر تاج سړک په موټرسايکل کې د ځای پرځای شويو چاودېدونکو توکو د ريموټ په واسطه د چاودنې په پايله کې نهه تنه ټپيان شوي دي. چاودنه هغه مهال شوې کله چې د لېويزپوليسو د ګزمې موټر له يادې سيمې د تېرېدو په حال کې وو. پوليس چارواکي زياتوي، چې ګمان کېږي د بريد هدف هم د لېويز سرتېرو موټر وو، خو تراوسه د بريد مسووليت کومې وسله واله ډلې نه دی منلی. په پېښه کې ژوبل شوي د چمن روغتون ته وړل شوي دي.

د بلوچستان د حکومت وياند لياقت شاهواني پر امنيتي سرتېرو بريد غندلی او د جدي تحقيقاتو امر يې کړی دی.

د تېرمېلادي کال په سيپټامبر مياشت کې په چمن کې دې په ورته چاودنه کې د جمعيت علمای اسلام  ايالتي مشر مولانا محمد حنيف سره له دوو ملګرو وژل شوی او دولس تنه نور ټپيان شوي  وو.  

تر دې وړاندې بيا په مېلادي کال ۲۰۱۷ کې د چمن  پر بوغره سړک هغه مهال ځانمرګی بريد شوی و، کله چې له يادي سيمې د پوليسو د مشر موټر د تېرېدو په حال کې وو. د بريد په پايله کې د پوليسو مشر ساجدمومند وژل شوی او د موټرچلوونکي او اتو لارويانو په شمول څوارلس تنه ژوبل شوي وو. وسله والو طالبانو د چمن د بريد مسووليت منلی و.

چمن د بلوچستان يو له ناامنه پښتون مېشته سيمو څخه ده او په دې وروستيو کې په ياده سيمه کې د ناامنۍ پرله پسې پېښې رامنځته شوې دي. پر افغان پوله شاوخوا شل زره کسان تجارت  کوي، خو ناامنۍ د ژوند د نورو برخو ترڅنګ تجارت هم اغېزمن کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *