نېټه١٣٩٢، ٠٤، ٣٠

کندهار افغانستاندکندهار ولايت په  پنجوايي ولسوالۍ  کي تېره شپه د ځانګړو افغان ځواکونو او ملي پوليسو د ګډو چاڼيزو عملياتو پر مهال (١٦ )تنه  طالبان وژل سوي دي.

تيره شپه څلور بجې ځانګړو افغان ځواکونو د ملي پوليسو سره يو ځاى د يادي ولسوالۍ د قاسم رباط، ملااشرف او ملا دولت په کليو کي ګډ چاڼيز عمليات ترسره کړي دي چي په نتيجه کي يې ياد کسان وژل سوي دي.

د وژل سوو طالبانو مړي لا هم په سيمه کي پاته دي او داسي راپورونه موجود دي چي په ډله کي يې دوه تنه لوړپوړي قومندانان هم وژل سوي دي.

دغه راز  د وژل سوو طالبان يوشمېر وسلې او مهمات هم د ملي پوليسو لاسته ورغلي دي او همدارنګه  دغه عملياتو کي دسيمي اوسېدنکو ته هيڅ ډول مالي او ځاني زيان ندي اوښتى.

د يادوني وړ ده چي په دې ورستيو کي وسلوال طالبانو هڅه کوي چي په پنجوايي ولسوالۍ کي خپل نفوذ زيات کړي او ديادي ولسوالي امنيتي حالت ګډوډ کړي خو افغان امنيتي ځواکونه هم په خپلو دا ډول ځانګړو عملياتو سره تل دوى هلاکوي او دسيمي امنيت ساتي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *