افغان کمانډو ځواکونو د زابل میزانې ولسوالۍ کې د طالبانو مشهور نظامي مسوول او د هغه لس ساتونکي وژلي دي.
د زابل والي رحمت الله یارمل وایي، ملا الفت خطرناک قومندان و چې تیره شپه یې پر پټنځای ځانګړو ځواکونو چاپه وهلې او له خپلو ۱۰ وسله والو سره یې وژلی دی.
کورنیو چارو وزارت او ملي دفاع وزارت دې وروستیو کې د طالبانو د مهمو قومندانانو، والیانو، ولسوالانو او د کمیسیونونو د مشرانو د وژنې خبرونه زیات ورکوي..
