د افغانستان دفاع وزارت ۲۴ ساعتونو کې د ۴۲ وسله والو د وژلو او ۲ نورو د نیول کېدو خبر ورکوي.

دفاع وزارت وایي، وسله والو ته یې دا تلفات د افغان هوایي ځواکونو او قاطع ماموریت په ملاتړ هلمند، زابل، غزني، لوګر، بدخشان، پکتیا، کندهار، غور، کاپیسا او کونړ کې د عملیاتو پر مهال اړولي دي.

دفاع وزارت تاند ته را استولې خبرپاڼه کې ویلي تیرو ۲۴ ساعتونو کې یې د وسله والو پر ضد ۱۰ پلاني، ۸۱ کمانډویي او ۲۲ هوایي عملیات کړي دي.

دفاع وزارت خبرپاڼه کې د پوځ د تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې د دفاع وزارت چارواکي وایي، طالبانو ته هره ورځ په اوسط ډول سل کسه تلفات اړوي.
خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد بیا دا ادعا رد کړې او ویلي یې دي هره ورځ ۱۰ یا ۱۵ طالبان جګړه کې مري خو برعکس د ده په وینا د افغان پوځ تلفات زیات دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *