دفاع وزارت، تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې د هیواد په کچه د ۳۸ وسله والو د وژلو او ۱۳ نورو د ټپي کېدو خبر ورکوي.

دفاع وزارت په دې اړه یوه خبرپاڼه کې ویلي، مخالفانو ته دا مرګ ژوبله د افغان هوایي ځواکونو او قاطع ماموریت په هوایي ملاتړ زابل، پکتیکا، غزني، پکتیا، کندهار، ننګرهار، غور، بلخ، سرپل کاپیسا او کونړ کې اړول شوې ده.

پوځ وايي، تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د ترهګرو پر ضد ۹ ګډ پلاني، ۷۸ کمانډويي او ۳۰ هوايي عملیات کړي دي چې پایله کې یې ۳۸ تنه ترهګر وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.

پوځ په دغو عملیاتو کې د وسله والو د څو پټنځایونو د تخریب، د هغوی د وسلو، وسایطو او مهماتو د نیولو خبر هم ورکړی، خو د خپلو تلفاتو په اړه یې خبرپاڼه کې څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې طالب او داعش ډلو هم تراوسه د حکومت د ور اوښتیو تلفاتو خبره نه ده تایید کړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *