افغانستان-لغمان
ولایت مقام- د رسنیو او اړیکو دفتر
نیټه:۱۲-۲-۱۳۹۵
افغان ځانګړو ځواکونو د لغمان ولایت په یو شمیر سیمو کې پر دښمن تعرضي بریدونه کړي دي چې په پایله کې یې هم دښمن ته مرګ ژوبله اړولې دي او هم یې د دښمن لویې او کوچنۍ وسلې ترلاسه کړي دي.
همداشان د ثور د میاشتې په ۱۰ نیټه باندې د شمس په مشرۍ د د ښمن د ډلې ۶تنه غړي چې د الیشنګ په ولسوالۍ کې یې فعالیت کولو د لغمان ولایت د امنیتي او کشفي ارګانونو د پرلپسې تعقیب او ګډې همغږۍ په پایله کې د ننګرهار په ولایت کې و وژل شول چې په دې سره دښمن غاښ ماتونکی ځواب ولید.
په دې وروستیو کې په لغمان ولایت کې د ګډې همغږۍ او همکارۍ پر بنسټ د ولس او خاورې پر دښمن تعرضي حملې زیاتې شوي دي او د ګڼ شمیر امنیتي ننګونو مخه نیول شوې ده.
په لغمان ولایت کې ټولو امنیتي،کشفي او نظامي ارګانونو ته جدي امر شوی دی چې پر دښمن تعرضي بریدونه وکړي او د هغه کسانو خوله له خاورو ډکه کړي چې د ټولو اسلامي او بشري ارزښتونو خلاف د ولس او نظام پرضد جګړه کوي.
همداشان لغمان ولایتي ادارې د دغه ولایت له علماوو،مشرانو،مجاهدینو او ټولو ولسونو غوښتنه کړې چې د امنیت په تامین کې اساسي همکاري وکړي ترڅو د دښمن د هر ډول شومو او ویجاړونکو پلانونو او هدفونو مخه ونیول شي.
بل لوري ته ټولو امنیتي،کشفي او امنیتي ځواکونو ته هدایت شوی چې خپل منځي همغږي ټینګه وساتي د عملیاتو او امنیتي حرکاتو پرمهال نظم،دیسپلین او د عامه خلکو ژوند ته اساسي پام وکړي.