نسیم سالارزی

د پاکستان پر پخواني پوځي واکمن پرویز مشرف د یو شمېر افغان سیاستوالو او فېسبوکیانو سینه لا هم سړه نده، سړی یې تر منډیي ځغلولی، چې ولې یې په افغانستان کې د خپلې نیابتي جګړې لپاره پښتانه یاد کړل؟

خبره داه چې رشتیا هم په افغانستان کې د پاکستان د نیابتي جګړې ټول بړېڅي د پښتنو په نوم یو شمېر غلام عناصر دي چې هره ورځ ددې هېواد له خلکو قرباني اخلي او د پردیو لپاره ددې ملت غرور په لته وهي.

طالب یې ښه بېلګه ده، چې تر پښتنو پکې پنجابي، عرب، ازبک او چیچینیایي وسله وال زیات دي، خو اکثر ددې ډلې اطلاق په پښتنو کېږي.

دا یوازې د طالبانو د کلک حامي او د افغان غمیزې د یوه سرلاري پرویز مشرف باور او پلان ندی، بلکې دا د پاکستان د پوځي مسوولینو د سیمه ییز پلان یوه برخه ده چې په اوس وخت کې د نوموړي له لوري یې ښکاره کېدل هم د لوبې بل اړخ څرګندوي.

خو تر ټولو جالبه خبره داده چې د پاکستان دا ادعا او په پښتنو کې د خپلې سیمه ییزې جګړې پراخولو لپاره پانګونه او د بړېڅو لټون یې یوازې ډراماتیکه بڼه لري، اما د کیسې بل اړخ ښیي چې همدا اوس په کابل کې هر سهار د پاکستان سفارت ته لسګونه هغه ځوانان د تعلیمي ویزو سربېره د کار لپاره د ویزو په قطار کې ولاړ وي چې ټکی پښتو هم نشي ویلی.

د پرویز مشرف له دې خبرې ددې لوبې څرک ډېر ښه لګېږي، چې : ((که هند په افغانستان کې د خپلو ګټو لپاره د یو شمېر تاجکانو مرسته کوي، نو پاکستان هم حق لري په افغانستان کې د پاکستان او هند د نیابتي جګړې لپاره پښتنو سره مرسته وکړي.))

تاجکان د افغانستان دروند قوم دی، د مشرف خبره یوازې په پښتنو پسخوند نه و، بلکې د تاجکو او په افغانستان کې مېشتو ټولو قومونو هویت او عظمت ته کم کتل و، چې په اړه یې د پاکستاني نظامي چارواکو نیت او تصمیم د هغه له خبرو ښه څرګند شو.

خو خبره چې د ناپوهۍ، سیمه ییزو استخباراتو چالاکۍ او د افغان انسان د ختمولو ده، نو باید وویل شي، چې په یوه او بل نوم د افغان ځوان د ګمراه کولو لړۍ دا وخت د پاکستان له لوري ښه په زور کې روانه ده.

هغه پاکستان او هند چې نیم نفوس یې له لومړنیو اسانتیاوو بې برخې دی او په ځانګړي ډول هغه پاکستان چې هر کال د نړیوالو پورونو ۱۵ سلنه سود پرې کوي، نو له افغان انسان سره یې مرسته د څه لپاره؟

دوی دې مهرباني وکړي خپل انتحاریان دې وتړي، دا یې له افغانستان سره تر بلې هرې مرستې ډېره ده، خو چې خبره د سیمه ییزو رقابتونو ده، نو د دوه رنګه پرتوګ دغه هېواد هم د افغان ځوان ټټر نښه ګرځولی دی.

پښتانه د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې سره د پیوستون قرباني ورکوي او چې په عامو مجالسو کې کله خبره له پاکستان سره د تړاو شي، نو لومړنۍ اشاره پښتون ځوان ته وي، اما د لوبې تازه حال بل څه ښیي.

پاکستان د هند پر وړاندې له افغان اتنیکي اقلیتونو د ګټنې لپاره دا وخت په دوی کې د پانګونې په لټه کې دی، سفارت یې په ځانګړي ډول دغو ځوانانو ته ویزې پریمانه کړي، په اسلام آباد، لاهور او کوټې سربېره په اکثریت نورو پوهنتونونو کې د تعلیمي اسانتیاوو په نوم دغه قشر د استخباراتي لوبو ښکار دی.

که یې نه منئ، همدا اوس ورشئ، د کار او تعلیم لپاره د پاکستان سفارت ته په سپارل شویو عریضو کې وشمېرئ چې څومره یې د دغو ځوانانو دي؟ شاید د دوی د ډېرو برداشت بل څه وي او یا پدې سیمه ییزه لوبه کې ځان ورته ډېر بې غرضه ښکاره شي، اما داسې نده. د هند پر ضد د افغان ځوان په جامه کې پاکستان د خپلو اهدافو لپاره د ځوانانو ګومارلو په جدي لټه کې دی.

د پاکستان او هند په ګډون هېڅ هېواد حق نه لري او نه تعلیمي ساحه د استخباراتي ګټو بستر ګرځېدای شي، خو پاکستان په ډېره سپین سترګۍ دغه بهیر پیل کړی او اتنیکي اقلیتونه په یوه او بل نوم تېر باسي.

موږ ته له هغه تعلیم یافته ځوان موټر چلوونکی او یا دوکاندار ښه دی، چې دی په بهر کې د پردیو ګټو لپاره وروزل شي، خو دوکاندار مو د هېواد خادم او د ملي ګټو پلوی وي.

د پوهنتونونو او تعلیمي مراکزو په نوم د مغز وینځلو دغه فابریکې همدا اوس په سیمه کې ښې ډېرې دي، خو هغه یې بیخي خطرناکې دي، چې افغانانو یې په تېر دیارلس کلن تاریخ کې ژوندۍ بېلګې وموندې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *