سو له او امنیت دافغان جنګ ځپلی ولس هیله ا و ارمان دی ، نو دسولی او ملی پخلاینی لپاره ځوانان ځکه  ښه کاراو فعالیت  کولای سی چی دکار کولو توان او انرژی لری ، نو زه هم ستاسو څخه دهیوادوال  نورو ځوانانو په څیرغوښتنه کوم  چی زما ملاتړ وکړی او په ګډ کار خپل هیوادوال دتپل سوی جګړی له ناخوالو څخه خلاص کړو.

دغه خبره دکندهار د سولی ولایتی کمیتی رئیس حاجی شیر احمد خان حقیار دځوان ځواک په نوم مدنی ټولنی له مشر او غړو سره په هغه غونډه کی وکړه کوم چی دسر طان میاشتی په(۲۱)  نیټه دده دکار په دفتر کی جوړه سوی وه .

لومړی د قرآن کریم څو مبارک آیاتونه تلاوت سول وروسته د سولی ولایتی کمیټی رئیس راغلو ځوانانو او مدنی فعالانو ته ښه راغلاست و وایه ، زیاته یی کړه دسولی اوپخلاینی په لاره کی د هیواد هر اسیدونکی مسئولیت او دنده لری چی د ملی یووالی په روحیی سره د خپل هیواد د ژغورلو فکر وکړی، ترڅو به په دی پردی جګړه کی په دواړو خواوو کی زموږ ځوانان وژل کیږی، او د څه لپاره وژل کیږی، زه د مدنی ټولنو له غړو او ځوانانو څخه غوښتنه کوم چی د سولی د ګټو په بیانولو او د جګړی د زیانونو د عامه پوهاوی په پروګرامونو کی زموږ سره همکاری وکړی، او ترڅو به زموږ احساساتی ځوانان د پردوی د ګټو قربانی کیږی، زموږ ځوان نسل د افغانستان ملی شتنمی ده باید بی ځایه قربانی نه سی، هغه دا هم و ویل چی دسولی په تامین کی ځوانان کولی سی زده کړی، کار او سوله یز ژوند وکړی، جګړه چی د بشریت بربادی ده باید د ځوانانو په همت یی باید مخه ونیوله سی.

په مقابل کی د ځوان ځواک ټولنی مشر عبدالوهاب افغان مل، نادرشاه شاهی او نورو ځوانانو په وار سره دسولی ولایتی کمیټی رئیس ته لومړی د نوی دندی مبارکی و ویله او د سولی تامین او پخلاینی په لاره کی د هغه ملاتړ اعلان کړ او هم ژمنه وکړه چی موږ د سولی د راتلو هر فعالت او کار کولو ته چمتو یو ځګه موږ هم د هیواد د پرمختګ او سولی تامین په کار ستر مسئولیتونه لرو، هغوی د سولی ولایتی کمیټو او د سولی عالی شورا د مشرانو ټاکلو په اړه و ویلی چی باید هغوی په کوم طرف پوری اړه و نه لری او بی طرفه کسان وی تر څو مخالفینو ته د منلو وړ وی، خو د هری جګړی پایله سوله ده نو ښه داده چی زموږ ځوانان بی ځایه تلف نه سی او ژر سوله او پخلاینه رامنځ ته سی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *