تاند- یوه ځوان افغان یو ریکشا ډوله موټرسایکل جوړ کړی چې هم په برېښنا او هم په لمریزه انرژي چلیږي او د ضرورت په وخت د بایسکل په شان په پېډل هم کار کوي.

دغه موټرسایکل جوړوونکی ښاغلی مصطفي وايي چې موټرسایکل یې د هغو شیشو په وسیله له لمره انرژي اخلي چې پر بام یې ورنصب کړي دي.

دا موټرسایکل په ساعت کې څلوېښت کیلومتره سرعت لري.

مصطفي وايي چې پیډلونه یې د دې لپاره ورکړي چې که د موټرسایکل انرژي کاملاً ختمه شوه نو په بیړني حالت کې ورڅخه کار واخیستل شي.

1 1 1 1 1

One thought on “افغان ځوان په لمریزه انرژۍ او برېښنا چلیدونکی موټر جوړ کړ”
  1. ډیر ښکلی. خدای د مصطفی جان او دده په شان نورو خوانانو ته لا وړتیا او پیاوړتیا ورکړی چې نور ښکلي ښکلي شیان جوړ کړي او د د ې دردیدلي هیواد لپاره د خدمت مصدر وګرځي.

    په درنښت
    نور

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *