تاند، یکشنبه: دفاع وزارت وایي، د افغانستان ملي ځواکونه به په ۲۰۲۰ کال کې د لومړي ځل لپاره د ترکیې په ایفیس تر ټولو سترو نظامي مانورونو او تمریناتو کې برخه واخلي.
د دفاع وزارت په وینا ، دا پریکړه انقرې ته د وزارت د مرستیالې منیرې یوسفزاده د سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د دفاع وزارت له مرستیال یونس امیکاراوسومانګو سره د هغې د لیدنې پر مهال شوې ده.
په دې اړه د دفاع وزارت خبرپاڼه کې زیاته شوې چې دواړو مرستیالانو په ترکیه کې په روزنه د بوختو افغان نظامي زده کونکو لاسته راوړنې او ننګونې تر بحث لاندې نیولي.
دواړو لوریو همدا راز د ترکیې په روغتونونو کې د افغان ملي اردو د ټپیانو درملنه او د نظامي تعلیماتو په برخه کې د ستراتیژیکې همکارۍ پر دوام خبرې وکړې.
دا په داسې حال کې ده چې سږ ۲۰۱۹ کال کې په ترکیه کې ۷۰۰ افغان نظامیان روزل شوي او له سلو د زیاتو افغان ټپي سرتېرو درملنه په کې شوې ده.